شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د سیمهییزو سرچینو د راپورونو له مخې، د بلوچستان ایالت د بولان ولسوالۍ په «ګشتري» سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه موټر بمي برید شوی.د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې د پاکستان د ځانګړو ځواکونو د یوه افسر په ګډون شپږ پاکستاني پوځیان هلاک او پنځه نور مرګوني ټپیان شوي دي.د برید مسؤلیت کومې وسلهوالې ډلې نهدی منلی؛ خو تر دې وړاندې بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو ورته بریدونه بلوڅ بېلتونپالو کړي دي.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026