Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»بلېنکن له عربي هېوادونو غوښتي چې پر حماس فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کېږدي، خو حماس د نوموړي څرګندونې د اسرائیلو په ګټه ګڼلې دي یو
    نړۍ

    بلېنکن له عربي هېوادونو غوښتي چې پر حماس فشار راوړي چې اوربند ته غاړه کېږدي، خو حماس د نوموړي څرګندونې د اسرائیلو په ګټه ګڼلې دي یو

    صابر افغانصابر افغان11 جون 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شمېر نړۍوالو رسنیو خبر ورکړی، چې منځني ختیځ او یو شمېر عربی هېوادونو ته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر “انتوني بلېنکن” سفر کړی دی.

    نوموړي د خپل سفر پر مهال له عربي هېوادونو غوښتي، چې پر حماس ډلې فشار راوړي، څو په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د امریکا د ولسمشر “جوبایډن” وړانديز ومني.

    خو بل لور ته رویټرز خبري اژانس د حماس د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی او ویلي یې دي، چې د حماس ډله د بلېنکن څرګندونې د اسرائیلو په ګټه ګڼلې دي.

    دغه چارواکي ويلي، چې په غزې تړانګه کې د اوربند په اړه د بلېنکن څرګندونې او د جوبایډن وړاندیز د اسرائیلو په ګټه دی.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن مصر ته د خپل سفر پر مهال د دغه هېواد ولسمشر “عبدالفتاح السیسي” سره لیدلې دي؛ رسنیو ویلي چې دواړو لوریو په غزه کې د اوربند په اړه خبرې کړې دي.

    نوموړي له دغې لیدنې وروسته په “قاهره” کې خبریالانو ته وویل: “د سیمې حکومتونو او خلکو ته زما پیغام دا دی چې که تاسو اوربند غواړئ، پر حماس فشار راوړئ چې هو ووایي؛ که تاسو غواړئ چې په غزې تړانګه کې د فلسطینیانو کړاوونه کم کړئ، نو پر حماس فشار راوړئ، چې هو ووایي، که تاسو غواړئ چې ټول یرغمل شوي بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي، په حماس فشار راوړئ چې هو ووایي”.

    د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن پر غزې تړانګه د اسرائیلو له یرغل وروسته دا اتم ځل دی، چې منځني ختیځ ته سفر کوي.

    یو شمېر رسنیو ویلي و، چې حماس د مې په میاشت کې اعلان کړی و، چې د اوربند او د بندیانو د تبادلې په اړه یې موافقه کړې، خو یوه اسرائیلي چارواکي هغه مهال ویلي و، چې دا تړون اسرائیلو ته د منلو وړ نه دی، ځکه چې د هغه په وینا شرایط نرم شوي دي.

    بلېنکن له مصر وروسته د دوشنبې په ماښام اسرائیلو ته رسېدلی او هلته یې د اسرائیلو لومړي وزیر “بنیامین نتنیاهو” سره لیدلې دي.

    د غزې په تړانګه کې جګړه د اکټوبر پر ۷مه د حماس له خوا پر اسرائیلو له یوه ناڅاپي برید وروسته پیل شوه.

    د اسرائیلي رسنیو د معلوماتو پر اساس په دې برید کې ۱۲۰۰ اسرائیلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۵۰ نور د حماس لخوا یرغمل شول.

    پر غزې تړانګه د اسرائیلو له یرغل را وروسته شاوخوا ۳۷ زره فلسطینیان وژل شوي او شاوخوا ۸۰ زره نور ټپیان شوي دي.

    د دغې جګړې زیات شمېر قربانیان ښځې او ماشومان دي.بل لور ته معلومات ښیي چې د جګړې له امله د غزې تړانګې له نیم څخه زیاتې ودانۍ ویجاړې او په کنډوالو بدلې شوې دي.

    مخکینۍ مقالههرات کې پر نشه‌يي توکو د ۱۰۰۰ روږدو درملنه شوې
    راتلونکي مقاله زابل کې پرو سږکال څه‌باندې ۶۰ زره پېژندپاڼې وېشل شوې دي

    مربوطه لیکنې

    د چين يو لوړپوړی جنرال امريکا ته د جاسوسۍ له امله تر څېړنو لاندې دی

    26 جنوري 2026

    د فلیپین په سواحلو کې د کښتۍ ډوبېدو پېښه کې ۱۵ تنه مړه شوي

    26 جنوري 2026

    مکسیکو کې د فوټبال پر یوه لوبغالي وسله‌وال برید اته تنه وژلي

    26 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 26 جنوري 2026

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند “ابو عبیده” ویلي، چې د بندیانو د جسدونو په…

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس غورځنګ پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبيده: حماس د اوربند د تړون ټول لازم مسوليتونه ترسره کړي او اوس بايد دښمن شوې هوکړې عملي کړي

    26 جنوري 2026

    ‏سرپل او جوزجان ولایتونو کې راستنو شویو کورنیو ته د مرستو وېش لړۍ پیل شوه

    26 جنوري 2026

    د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي: نږدې راتلونکي کې به په کابل کې د سرطاني ناروغیو درملنې یو روغتون خدمات پیل کړي

    26 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،103 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،053 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،113 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.