Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بنګال څنګه له پاکستان څخه جلا سو؟او بوټو ولي اعدام سو؟
    لیکني

    بنګال څنګه له پاکستان څخه جلا سو؟او بوټو ولي اعدام سو؟

    صابر افغانصابر افغان7 مارچ 2024څرگندونې نشته9 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ليکوال: عبدالله زاهد

    په ۱۹۶۹م ميلادي کال کې جنرال يحیی خان ولسمشر ايوب خان په زور سره استعفاء کولو ته مجبور کړ او د ځواکي قانون( martial law مارشال لاء) پاچا سو، په يوه وخت کې صدر، د مارشال لاء مشر او هم په ورته وخت کې د پوځ مشر وو.د ايوب خان د زوال څخه يې څه ناڅه زدکړه کړې وه، ځکه يې د سياسي ډلو د فعاليت څخه بنديزونه ليري کړه او د ايوب خان جوړ سوی اختلافي قانون يې هم منسوخ کړ.

    جنرال يحيی خان په ۱۹۷۰ کال د ډسمبر مياشت کې د صدر انتخابات وکړه، چې دا پاکستان کې د لومړي ځل لپاره داسې انتخابات وه چې يو سړی يوه رايه ورکړي، دا د پاکستان د تاريخ لومړي او تر ټولو شفاف انتخابات وه؛ ليکن د دې شفافو انتخاباتو نتيجه ډېره خوفناکه تمامه سوه، په دې انتخاباتو کې د بنګال شيخ مجيب الرحمن په مشرقي پاکستان يعني بنګال کې ۱۶۰ سيټان وګټل او غربي پاکستان کې يې يوه څوکۍ هم ونه ګټل او بل طرف د ده مخالف ذوالفقار علي بوټو په مشرقي پاکستان کې يو سيټ هم ونه ګټئ خو ذوالفقار علي بوټو په غربي پاکستان کې ۸۱ څوکۍ وګټلې.

    ټول مشرقي پاکستان د شيخ مجيب الرحمن سره ولاړ وه او په قانوني لحاظ شيخ مجيب الرحمن د پاکستان نوی حکمران سو، دغه وخت کې د جنرال يحيی خان ذمه واري جوړېده چې واک شيخ مجيب الرحمن ته وسپاري؛ چې د دې مقصد لپاره جنرال يحيی خان په ۱۹۷۱ د فبروري پر اوله په ډهاکه( د بنګال پايتخت دی) کې ملي شورا را وغوښته، چې دا يوه تاريخي موقع وه چې مشرقي پاکستان څخه يو مشر ته واک سپارل کېدی، اما ذوالفقار علي بوټو په دغه شورا کې له ګډون څخه انکار وکړ، بلکې خپل نماينده ګان يې هم منعه کړه او ورته يې و ويل چې دې شورا کې په هيڅ صورت ګډون ونه کړئ! ذوالفقار علي بوټو پر شپږو نقطو د شيخ مجيب الرحمن سره سخت مخالفت درلود، ويل يې چې دا له پاکستان څخه د جلا والي غوښتنې دي.

    خو پوهان وايي چې هر څنګه وه خو بايد ذوالفقار علي بوټو په دې شورا کې ګډون کړی وای؛ ذوالفقار علي بوټو پر يحيی د غونډې د ځنډولو فشار راوړ او جنرال يحيی هم غونډه و ځنډول، چې له دې کار سره په مشرقي پاکستان کې توند غبرګونونه شروع سوه، بنګاليانو ويل چې: مغربي پاکستان موږ ته واک نه سپاري، په مشرقي پاکستان کې د عوامو د نافرمانۍ يو طوفان شروع سو.

    انډيا چې له وخته د موقع په انتظار وه د مکتي باهني په ذريعه يې وسلواله جګړه پيل کړه، مکتي باهني ډلې د پاکستان پر پوځ او د مغربي پاکستان پر حاميانو حملې شروع کړې؛ دغه وخت د پاکستان له ټوټه کولو څخه د ژغورلو آخري چانس وو، که دغه وخت کې شورا راغوښتل سوې وای او واک و شيخ مجيب الرحمن ته انتقال سوی وای نو پاکستان به له ټوټه کېدو څخه بچ سوی وای؛ خو جنرال يحيی خان دا موقع هم له لاسه ورکړه، د شورا راغوښتلو او د واک د انتقال پر ځای يې پوځي عمليات شروع او بغاوت کوونکو ځپلو ته يې کار و وايه.

    د دغه عملياتو طرفداره بوټو او ټول سياسي ډلې وې چې نهه مياشتو کې يې دغه بغاوتونه وځپل، اما د دغه پوځي عملياتو په وجه بنګال کې نفرتونه اوج ته و رسېدل.

    پاکستاني پوځ په دغو عملياتو کې دومره وحشت وکړ چې نړۍ کې ساری نه لري، درې ميليونه بنګاليان و وژل سول او تقريباً ۱۰ لس ميليونه بنګاليان انډيا ته مهاجر سول، د ځينو راپورونو له مخې له ۲۰۰۰۰۰ دوه لکه څخه تر ۴۰۰۰۰۰ څلور لکه پوري ښځو باندي جنسي تيری د پاکستاني پوځ له لوري سوی، چې دغه وخت کې بنګاليانو د مرستې هيڅوک نه درلودی او ټولې نړۍ يې تماشا کول؛ هغه وو چې بيا انډيا د پاکستان سره د دښمنۍ يا د بنګال د مظلوميت په خاطر يې دفاع ته را و دانګل. دغه قتل عام د مسلمان پاکستاني پوځ له خوا پر خپلو مسلمانانو بنګاليانو وکړ.

    دغه وخت کې انډيا د پاکستان پر پوځ په بنګال کې حمله وکړه او له څلورو طرفونو څخه يې د پاکستان پوځ محاصره کړ، د پاکستان پر پوځ يې هغه لارې هم بندې کړې چې له پاکستان څخه ورته مرسته رسېدل.

    د ځينو راپورونو په اساس چې دغه وخت پاکستان له امريکا څخه مرسته وغوښته تر څو مدد يې وکړي او له انډيا څخه يې خلاص کړي، خو مخکې تر دې چې امريکا مداخلت وکړي روسانو ورته تياری نيولی وو، ځکه امريکا بيرته پر شاه سوه او پاکستانی پوځ يې بنګلديش کې د انډيا ګوزارونو ته پرېښود،‌ چې بدله کې د پاکستان پوځ د تاريخ يوه شرمناکې ماتې او تسليمۍ سره مخ سو، 90000 نوي زره پوځ يې انډيا ته تسليم سوه او پاکستان پر دوو برخو و وېشل سو، مشرقي پاکستان بنګلديش سو او غربي پاکستان، پاکستان پاته سو.د بنګلدېش جلا کېدل له پاکستان څخه ډېر عوامل لري، د دوی ناکامه سياست، يواځې پنجاب ته اهميت او نور بې شماره وجوهات لري، اما که داسې فکر وسي چې چا کولای سوای بنګلديش له جلا کېدو و ژغوري نو هغه يحيی خان و،و چې د واک د انتقال پر ځای يې پوځي عمليات پيل او يوه انساني فاجعه يې مشرقي پاکستان کې پېښه کړه.

    د بنګلديش له آزادۍ سره د جنرال يحيی واک هم ختم سو او پر يوه کاغذ ليکلي خط يې اقتدار ذوالفقار علي بوټو ته وسپاری، جنرال يحيی نظر بنده سو؛ باقي ژوند يې ټوله نظر بندۍ کې تېر سو، د بوټو په دار خېژولو څخه يو کال وروسته جنرال يحيی هم مړ سو.

    د پاکستان 90000 پوځ چې انډيا ته تسليم سوی وو، له انډيا سره بنديان وو او د مغربي پاکستان(اوسني پاکستان) 13000 کيلومتره مربع مځکه هم د انډيا تر ولکې لاندې سوې وه؛ چې دغه وخت کې له يحيی خان وروسته ذوالفقار علي بوټو د واک ګدۍ ته و رسېدی او په ۱۹۷۲ ميلادي کال ذوالفقار علي بوټو د انډيا سره د شمله تړون لاسليک کړ، په مذاکراتو کې ۱۳۰۰۰ ديارلس زره کيلومتره علاقه د مغربي پاکستان واپس پاکستان ته تسليم سوه، د ۹۰۰۰۰ زره پوځيانو د واپسي لپاره پاکستان له چين څخه کار واخيست، چين و ويل چې زه به د بنګلديش بين الملل غړيتوب مخکې خنډ نه جوړېږم، که انډيا د پاکستان ۹۰۰۰۰ پوځيان خوشي کړي، چې انډيا همداسې وکړل، د بنګاليانو په خاطر يې هغه بنديان ور خوشي کړل او دا چې امريکا د پاکستان مرسته ونه کړه نو پاکستان د امريکا سره د سيټو او سنټو تړونونه لغوه کړل، دا چې پاکستان يو طاقتور دوست امريکا ته ځواب ورکړ، نو يو بل طاقتور دوست ته يې سخت ضرورت وو چې د هغه لپاره يې لاهور کې په ۱۹۷۴ ميلادي کال د اسلامي رهبرۍ يو کانفرنس جوړ کړ او په همدغه کال پاکستان بنګلديش هم په رسميت وپېژندی.

    د بوټو لپاره تر ټولو اړين کار د پاکستان د اساسي قانون تيارول وه، په دې قانون کې د وزير اعظم اختيارات زيات سوه او ذوالفقار علي بوټو د پاکستان لومړی وزير اعظم سو.

    بوټو صنعت او تجارتي ادارې د حکومت تر تسلط لاندې راوستلې، بازار يې د حکومت کنټرول کې کړ چې دا د پاکستان لپاره ښه نتيجه ور نه کړه، خو بوټو د روسيې سره تعلقات زيات کړه، د پاکستان سټيل کارخانه هم د بوټو وخت کې جوړه سوه او هم تربيلا د اوبو ډېم د بوټو وخت کې مکمل سو.د پاکستان د اساسي قانون له جوړولو وروسته د پاکستان د اټمي پروګرام شروع وه، د بوټو ناره وه: «واښه به خورو خو اټم بم به جوړوو» چې د ده دغه نارو، د روسيې سره اړيکې جوړول او د امريکا سره ترينګلې اړيکې پر غرب ډيرې بدې لګېدلې.

    د ذوالفقار علي بوټو څخه يوه غلطي دا وسوه چې عام انتخابات په ۱۹۷۸ کال کې کېده خو د ده مشاورينو ورته و ويل که انتخابات يو کال مخکې وکړل سي نو ته به ډېرې رايې تر لاسه کړې او د راتلونکو نورو پنځو کلونو پوري به حکومت ستا وي.

    د پاکستان (PPP) پارټۍ مقابل (PNA) وه چې بوټو ۱۵۵ څوکۍ وګټلې او مقابل پي اين اې يواځې ۳۶ څوکۍ وګټلې؛ پيپلز پارټۍ خو رايې وګټلې مګر پي اين اې د درغلۍ الزام ولګوی او مظاهرې يې شروع کړې، چې ورسره دغه سياسي تحريک شعار، نظام مصطفی اسلامي تحريک ته واوښت، خو نظام مصطفی نه راغلی اما ضياء الحق راغلی او بيا ځلي يې پاکستان کې مارشل لاء قايم کړه، بوټو پر ضياء الحق ډېر باور وو، خو لکه څنګه باور چې د ايوب خان پر بوټو وو او بوټو دوکه ورکړه او څنګه باور چې د سکندر ميرزا پر ايوب وو خو ايوب دوکه ورکړه همدغسي ضياء الحق و بوټو ته دوکه ورکړه.ضياء د مارشال لاء د قايمولو سره بوټو بندي کړ، بوټو د رضا کاسوري( د نواز شريف نږدې ملګري احمد رضا کاسوري پلار وو) د قتل په ډېرې کمزوري دوسيه کې د مرګ په سزا محکوم کړل سو.

    بوټو د راول پنډي په محبس کې په ۱۹۷۹ کال پر ۴ مه د اپريل اعدام سو، له مرګ مخکې يې نه د خپلې کورنۍ سره وليدل او نه يې هم له مرګ وروسته جسد کورنۍ وليدی.

    د بوټو او عمران خان يو داستان دی، بوټو غوښتل بهرنۍ پاليسي د پاکستان خومختاره کړي او د روس سره يې اړيکې ټينګې کړې چې اول بندي او بيا اعدام سو، همدغسي داستان نن د عمران خان سره هم شروع دی، ځکه عمران خان هم غوښتل بهرنۍ اړيکو کې پاکستان خومختاره و اوسي او د روسيې سره يې اړيکې ټينګې کړې چې بندي سو، دا چې وروسته به څه ورسره کېږي نه ده معلومه، خو فکر کوم چې هر رنګه وي وژل کېږي به دا د پاکستان د پوځ او آی ايس آی(چې اصل کې امر د امريکا له طرفه ورته کېږي) پلانونه دي چې عملي کوي به يې.

    د پوځ و آی ايس آی دغسي ظالمانه پرېکړې د خپلو همسايه ګانو په هکله همېش کوي، خو يو وخت به راځي چې د دوی د دغه دسيسو په وجه له پاکستان څخه نورې سيمې جلا کېږي او شايد د نړۍ له نقشې همغسي ورک سي لکه څنګه چې يې منځته راوړی وو. پای

    مخکینۍ مقالهاقتصادي معاونیت: اوسمهال د هېواد د برېښنا په برخه کې د ۱۶ پروژو چارې پیل شوې دي
    راتلونکي مقاله هغه جنرال چې د واک په دوهمه ورځ يې خپل پتلون د جکړې په ډګر کې پرېښود

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.