بهرنیو چارو وزارت د اشغالګرو اسرائیلو له لوري غزه کې پر یوه مدرسه د خونړي برید په غبرګون کې غوښتنه کړې، چې د غزې د نسل وژنې د مخنيوي لپاره دې د غاصب رژيم پر وړاندې سیمه ییز او نړېوال اقدامات ترسره شي.
د بهرنیو چارو وزارت د یوې خپرپاڼې په خپرولو سره د غزې تړانګې په مرکز الدرج سیمه کې د فلسطیني مهاجرینو په ښوونځي باندې د غاصب صهیونیستي رژيم وحشیانه برید چې په پایله کې یې تر سلو زیات کسان شهیدان او په لسګونو بې دفاع فلسطینیان ټپیان شوی، په کلکو ټکو غندي.
په غزه تړانګې د اسراییلو د وحشتونو په دوام نن سهار وختي د الدرج سيمه کې د فلسطیني کډوالو د کمپ په يوه ښوونځي بمبارد شوی وو چې په پايله کې ېې سلګونه نارينه ښځينه او ماشومان شهيدان او ټپيان شوي دي.