شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د افغانستان سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره د صهيونيستي رژيم له لوري د اوربند د تړون ماتول او په غزې تړانګې د بريدونو بيا پيل چې په ترڅ کې یې سلګونه عام خلک، ښځې او ماشومان شهيدان شوي، په کلکو ټکو غندلی او په نړيوالې ټولنې یې غږ کړی چې د دې يرغل مخنيوی بايد وشي.اعلاميه کې وړاندې راغلي «د صهيونيستي يرغلګرو دغه وحشيانه عمل د بشري حقونو او نړيوالو اصولو خلاف دی او اسلامي امارت په ټولو ذيدخله هېوادونو غږ کوي چې، د فلسطين له ولس څخه خپل ملاتړ څرګند کړي او د اشغال د پای ته رسولو لپاره عملي اقدامات وکړي».بهرنيو چارو وزارت همدا راز د فلسطين قضيه د اسلامي امت يوه اساسي او ګډه موضوع بللې او د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره یې د فلسطيني وګړو له مبارزې په کلک ملاتړ ټينګار کړی دی.
ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړیوال فدراسیون له سرپرست سره د بشري همکاریو پر پراختیا خبرې کړي1 جون 2025