د بهرنيو چارو وزارت وياند حافظ ضياء احمد وايي د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير، مولوي امير خان متقي، د کاميرون جمهوريت پلازمېنې، ياوندي کې د اسلامي همکارۍ سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو شورا د پنځوسمې ناستې په حاشيه کې د سعودي عربستان، ترکيې، قطر، آذربايجان، عُمان، اندونيزيا، ایران، فلسطین، سومالیا او نورو هيوادونو له هيئتونو او د اسلامي همکارۍ سازمان او اړوندو تخصصي ادارو له مسؤولينو سره جلا جلاناستې وکړې.
ښاغلی احمد زياتوي چې په دغو ناستو کې له اړوندو لورو سره د دوه اړخيزو اړيکو پر پياوړتيا، او په بېلابېلو ډګرونو کې د همکارۍ د نويو فُرصتونو پر ايجاد مفصلې خبرې وشوې.