Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت له ټولو گاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي
    افغانستان

    بهرنیو چارو وزارت: اسلامي امارت له ټولو گاونډیو هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي

    عمران آغاعمران آغا3 اگست 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت«د ایران نوی حکومت او د کابل–تهران اړیکو د پیاوړتیا فرصتونه» تر سرلیک لاندې علمي ناسته کې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پیاوړتیا او نورو موضوعاتو بحث شوی دی.

    له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دې علمي ناسته کې د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو مطالعاتو رئیس ولي‌الله شاهین په ایران کې د حکومت پر بدلون او پر دوه‌اړخیزو اړیکو یې احتمالي اغېزو باندې خبرې وکړې.

    ښاغلي شاهین ویلي، افغانستان او ایران گاونډي هېوادونه دي او دا چې گاونډی په دیني نصوصو کې ډېر لوړ ځای او ارزښت لري، داسلامي امارت هڅه دا ده چې له ټولو گاونډیانو سره حسنه اړیکې ولري. د هغه په خبره، له ایران سره ښه راشه درشه او راکړه ورکړه لرو او توقع هم دا ده، چې په ایران کې د حکومت له بدلون سره دوه‌اړخیزې اړیکې لا پیاوړې شي.

    په دې ناسته کې جعفر مهدوي ویلي، د نظام په ټولو بنسټونو او ځانگړې توگه د بهرني سیاست دستگاه کې علمي او متخصص نظر خورا مهم دی، ځکه له دقیقې څېړنې او سپړنې وروسته اجرائیوي برخې ته مشورې ورکوي. د هغه په خبره، د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی متقي په ځانگړې توګه د ځوان او متخصص ځواک خورا زیات طرفدار دی چې له کبله یې د بهرني سیاست په دستگاه کې د بریاوو شاهدان یو.:«سره له دې چې نظامي او مسلحانه مبارزه ثمر ته رسېدلی، خو اوس په لا ډېر پراخ، پېچلي او مهم اړخ یعني حکومتولۍ کې مبارزه پیل شوې او خاصتا له نورې نړۍ سره د اړیکو او سوء تفاهماتو لرې کولو اړتیا ده او له همدې کبله د بهرني سیاست د دستگاه مسوولیت هم خورا دروند او سخت دی.»

    د مهدوي په خبره، په ایران کې د حکومتونو بدلېدل په عمومی پالیسۍ کې ډېر بدلون نه‌شی راوستی؛ ولې د نوي فرصت په توگه گټه کولی شو.: «له افغانستان سره د اړیکو موضوع د ایران لپاره خورا ارزښتناکه ده، ځکه دواړه هېوادونه ۹۵۰ کیلومتره اوږده گډه پوله لري او مذهبي، ژبني او کلتوري اشتراکات لري. د ایران په بهرني سیاست کې له اسرائیلو سره اړیکه سره کرښه ده او هم له امریکا سره اړیکې په نارنجي کرښه کې راځي. دا چې اسلامي امارت هم له بریا مخکې او هم وروسته د اسرائیلو په اړه یو قاطع او روښانه دریځ لرلی، نو ځکه د اسلامي امارت او ایران د نژدې کېدو عامل جوړېدای شي.»

    نوموړي ویلي، بېلابېلو عواملو ته په کتلو هیله دا ده چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکې د نژدې کېدو په لوري ولاړې شي. اسلامي امارت د هېواد پر ټوله جغرافیه بشپړ تسلط موندلی، د ټولو اقوامو او مذاهبو امنیت یې ټینگ کړی، په اقتصادي برخه کې یې په لږ امکاناتو سترې پروژې پیل کړې دي او د ایران د حقابې اړوند هم په وضاحت سره ښکاري چې حسن نیت موجود دی.:« ایران ته هم پکار ده چې په افغانستان کې د ناتعریف شوې ټول‌گډونه نظام تر نوم لاندې د غوښتنې څخه تېر شي، کوم څه چې په اوسني وخت کې نه عملي ده او نه هم د منلو وړ ده، بلکې یوه داخلي موضوع ده.»

    جعفر مهدوي وویل، داسې برداشتونه هم شته چې په ایران کې د نوي حکومت له راتگ سره ممکن د ایران او اسلامي امارت ترمنځ اړیکو کې پرمختگونه د تېرې درې کلنې دورې په څېر چټکتیا ونه لري، خو بیا هم د اسلامي امارت په دریځ پورې تړاو لري او که امارت په اړیکو کې تحرک او رغنده گامونه اوچت کړي دا پرمختگونه به له ورو کېدو وژغورل شي. ځکه په تېرو درېیو کلونو کې د ایران د بهرني سیاست پر دستگاه دا نیوکه وه چې ایران د اسلامي امارت په پرتله دوه‌اړخیزو اړیکو کې ډېر مخکښ و او له همدې کبله د ایران نوي ولسمشر له گاونډیو هېوادونو سره د متوازن تعامل خبره مطرح کړې ده.: «له کاملا امنیتي او ایډیولوژیک فاز څخه اقتصادي او فرهنگي فاز ته د دواړو هېوادونو د اړیکو اوښتل د دواړو هېوادونو په گټه دي؛ ځکه که مناسبات اقتصادي شي او گټې سره وتړل شي دوه‌اړخیزې اړیکې به لا ډېرې پیاوړې شي او له اوسنیو سرحدي ستونزو او نورو گواښونو به راووځي.»

    د بهرنيو چارو وزارت د دویم سیاسي ریاست د ایران څانگې مرستیال محمد حسین سعید بیا په خپلو خبرو کې ویلي، دا چې پزشکیان له گاونډیو هېوادونو سره تعامل د خپل بهرني سیاست لومړیتوب بللی، هیله‌ بښوونکې نکته ده؛ خو په ورته وخت کې د اسلامي امارت له لوري له گاونډیو هېوادونو په تېره ایران سره د اړیکو د پراختیا لپاره د هڅو زیاتولو اړتیا هم محسوسه ده او یو شمېر داسې نکات شته چې تمرکز زیاتول پرې پکار دي.: «د اسلامي امارت امنیتي اقتدار د دې لامل شوی چې ایران له امارت سره د یوه مقتدر حکومت په توگه تعامل وکړي. د دې ترڅنگ، د افغانستان ترانزیټي موقعیت، په اقتصادي دهلېزونو او سیمه‌ییز اتصال کې مهم رول، د افغانستان صادراتي او وارداتي وړتیا او د افغانستان مارکېټ ته د ایران اړتیا، د افغانستان د اوبو وړتیاوې او داسې نور هغه مسئایل دي چې له کبله یې ایران ښایي له اسلامي امارت سره مثبتو اړیکو ته هڅوي.»

    سعید ویلي، یو شمېر گډې ننگونې هم شته چې پر فرصتونو بدلېدای شي. د داعش ډلې گواښ، گډه اوږده پوله، نشه‌یي توکي چې امارت ورسره بریالۍ مبارزه کړې، کډوالي یا د انسانانو قاچاق او داسې نور هغه ننگونې دي چې د دوه‌اړخیز تعامل په صورت کې پر فرصتونو بدلېدای شي.

    مخکینۍ مقالهد رحمٰن مېنې د سړکونو د پخولو چارې بشپړې شوې
    راتلونکي مقاله د کندهار موزیم اړوند ودانۍ د ترمیم د لومړي فاز چارې پای ته ورسېدې

    مربوطه لیکنې

    د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت: د سرپرست حکومت اقتصادي پالیسي تائید شوه

    22 جون 2025

    بهرنیو چارو وزارت: د ایران د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض د منلو نه دی

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.