د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د سوریې پر خپلواکه خاوره د صهیونیستي رژیم هوایي بمباري په کلکو ټکو غندلې او دا یې د سوریې د استقلال او خپلواکۍ څرګند نقض بللی دی.
په یاده اعلامیه کې بهرنیو چارو وزارت، د سوریې د خلکو په اراده له خپلواک حکومت څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او د سیمې او نړۍ پر حکومتونو یې غږ کړی چې د سوریې ملت د خپل راتلونکي په باب خپل مستقل او ازاد انتخاب ته پرېږدي.