د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره، د تحریر الشام اسلامي غورځنګ په مشري د اسلامي ګروپونو له خوا د سوریې د نیول کېدو مبارکې ورکړې او هیله یې څرګنده کړې چې په دغه هېواد کې د انقلاب پاتې پړاوونه په ښه ډول مدیریت شي.
د یاد وزارت هیله ښودلې چې په دغه هېواد کې د واک لېږد په سولهییز ډول ترسره، له غچ اخیستلو څخه ډډه وشي او د عمومي عفوې د تګلارې په پلي کولو سره د یوه خپلواک او خدمتګار اسلامي نظام د بنسټ ډبره کېښودل شي.
هېره دې نه وي چې په سوریه کې د ازادي غوښتونکي غورځنګ (تحریر الشام) په مشري د بېلا بېلو اسلامي ګروپونو له خوا په یو ناڅاپي ډول د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې عملیات پیل شول او نن سهار د دغه هېواد د پلازمېنې دمشق په نیولو سره په رسمي ډول د بشار الاسد رژیم وپرځېد.