د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم له لوري په رفح ښارگوټي هوايي بریدونه په کلکه غندلي دي او دغه بمباري یې د غزې د ولس نسلوژنه بللې ده.
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د غزې ولس پر خلاف د صهیونیستي رژیم د جنگي جنایتونو په دوام، په رفح ښارگوټي کې د بېځایه شوو ملکیانو پر پنډغالي هوايي بریدونه چې لسگونه تنه پکې شهیدان شول، چې ډېری یې ښځې او ماشومان تشکیلوي، یو ځل بیا په کلکو ټکو غندي.: «رفح ښارگوټي کې د بېځایه شوو پر پنډغالي د صهیونیستي رژیم لهخوا بریدونو یو ځل بیا وښوده چې هېڅ ډول د جگړې قوانینو ته ژمنتیا نه لري او د غزې نسلوژنه د صهیونیستي رژیم د جنگي ستراتيژۍ برخه ده.»
په خبرپاڼه کې یو ځل بیا پر نړیوالو سازمانونو او د سیمې په مؤثرو اسلامي هېوادونو غږ شوی، چې د غزې ولس په تړاو خپل مسوولیت اداء کړي او د صهیونیستي رژیم د جنایتونو مخه ونیسي.
د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم له لوري له تېرو دوو ورځو راهیسې په رفح کې د کډوالو پر یو پنډغالي هوايي بریدونه روان دي، چې له امله یې سلگونه تنه شهیدان شوي دي، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
د عدالت نړیوالې محکمې اسرائیلو ته امر کړی و، چې د غزې په رفح خپل نظامي عملیات ودروي؛ خو لا هم د اسرائیلو د صهیونیستي رژیم د غزې په بېلابېلو ځایونو هوايي او ځمکني بریدونه روان دي.