شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بلوڅو بېلتونپالې ډلې (بياېلاېف) خبر ورکړی، چې وسلهوالو یې د بلوچستان په کولواه او ګورګوپ سیمو کې پر پاکستاني پوځیانو دوه جلا بریدونه کړي دي.یادې ډلې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په دغو بریدونو کې څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي، یو شمېر نور ټپیان او مالي زیان هم ور اوښتی دی.پاکستاني چارواکو تر اوسه د دغو بریدونو په اړه څه نهدي ویلي.د یادونې ده، چې یاده ډله له کلونو راهیسې بلوچستان کې د پاکستاني حکومت پر وړاندې وسلهواله مبارزه کوي او وایي چې روانه جګړه یې د بلوچستان د خپلواکۍ لپاره ده.
پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل22 فبروري 2026
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن: دلته بادشاهي او ديکتاتوري نظام واکمن دی، ټولې پرېکړې يواځې يو کس کوي او هېڅ روښانه پاليسي نه لرو12 فبروري 2026