
د بلوچستان ازادۍ پوځ (بياېلاې) ویلي، چې د تېرې مارچ میاشتې له ۲۹مې د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې د بلوچستان په ۱۷ سیمو کې پر پاکستاني عسکرو او استخباراتي شبکو ۶۵ بریدونه ترسره کړي دي.
د بياېلاې د خبرپاڼې له مخې، د دغو بریدونو په ترڅ کې د پاکستاني پوځ او استخباراتي شبکو ۸۶ غړي هلاک شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
بياېلاې زیاته کړې، چې په دغو بریدونو کې پوځي کمپونه، شمسي هوايي اډه، رادارونه، مخابراتي ټاورونه، د اورګاډي پټلۍ او د ګازو نل لیکې تخریب شوي او یو شمېر مهمات هم د دوی لاس ته ورغلي دي.
د بلوچستان ازادۍ پوځ ویلي، دغو عملیاتو کې یې شپږو تنو جنګیالیو هم ژوند له لاسه ورکړی دی.
بياېلاې پر ولسي خلکو غږ کړی چې له پوځي مرکزونو لرې پاتې شي؛ ځکه د دوی دا جګړه به د بلوچستان تر بشپړې ازادۍ پورې په شدت سره دوام ولري.

