Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تحلیل»بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ
    تحلیل

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    عمران آغاعمران آغا5 دسمبر 2025څرگندونې نشته15 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تحلیل
    لیکوال: خلیل رهنورد

    مقدمه:
    د افغانستان په تاریخ کې ځینې پېښې او سترې پریکړې د لویو تحولاتو، بدلونونو، خطاوو، ماتې یا بریا لامل ګرځېدلي، له جملې یوه هم د بُن ناسته ده، چې د ۲۰۰۱م کال، د ډسمبر پر پنځمه، یعنې له نن څلورویشت کاله وړاندې د ملګرو ملتونو سازمان په مشرۍ، د جرمني په بُن ښار کې جوړه شوه؛ هغه ناسته چې د خپلو کمیو او کاستیو له کبله، لومړی لا ناکامه تحلیل شوې وه، خو بیا شل کاله تېر شوه او دا ناکامي د داسې چا(افغان ملت) په لاس د جمهوري رژیم له پرځېدو سره ثابته شوه، چې د افغان خاوري د اصلي مالکانو او اصلي لوري په توګه له نظر لوېدلي وو.

    د افغانستان اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال دغه حکومت د افغانستان پر ۹۵٪ خاوره حاکمیت درلوده، چې د افغان ملت د مخالفینو لپاره په جدي ننګونه بدل شوی و، له همدې کبله د بُن بهیر هم د دغه حکومت د له منځه وړلو لپاره رامنځته شوی و، خو په څنګ، څنګ کې افغان ملت هم له پامه وغورځول شو، د ملت د واقعي استازو په ځای د دغه ملت څو دښمنو ډلو ته ځای ورکړل شو، ترڅو یو فاسد او د څو محدودو ډلو جوړ رژیم رامنځ ته کړي.

    بلخوا د برهان الدین رباني په مشرۍ د زورواکانو ائتلاف یو څو تنو غړو چې د تش په نوم حکومت ادعا یې لرل او په تخار ولایت کې یې ټوله حکومتولي او وزارتونه په څو کانټنیرونو کې جوړ کړي وو، هغه جنګ‌سالاران چې د شر او فساد په وړاندې د اسلامي امارت د مبارزې په پایله کې له هېواده تښتېدلي وو او همدا راز د ظاهرشاه د پلویانو په نوم یو شمېر افراد د بُن ناستې ته ورغلي وو، چې هیڅ یوه یې د ټول افغانستان استازیتوب نشوای کولای.

    د بُن د ناکامې ناستې په پایله کې، افغانستان کې د حامد کرزي په مشرۍ لنډمهاله اداره رامنځ ته شوه، چې تر ۲۰۰۲م کال پورې یې دوام وکړ، وروسته د یوې نمایشي لویې جرګې په رابللو د حامد کرزي په مشرۍ انتقالي حکومت جوړ شو، چې تر ۲۰۰۴م کال پورې یې دوام وکړ؛ په دې دواړو دورو کې د زورواکو ائتلاف د بهرنیو چارو، دفاع او داخله مهم او کلیدي وزارتونه او د ملي امنیت ریاست نیولي وو، د محقق په مشرۍ حزب وحدت هم ډېر واک درلوده، پاتې وزارتونه او ادارې د جګړې د کاروباریانو په منځ کې وېشل شوې وې او پر میلیوني ولس یې واکمني کول.

    د بُن پروسې د ضعف نکات:
    د بُن پروسه له لومړیو د بې باورۍ سره مخ شوه، په دې بهیر کې یوازې هغه ډلې برخه‌والې وې چې د نړیوالو قوتونو ملاتړ یې درلوده. د افغان ټولنې بنسټیزې اجزاوې، لکه د هېواد د ډېری قومونو، سیاسي جریانونو، علماوو، مخکښو علمي شخصیتونو او په عموم کې د افغان ملت استازي په بشپړ ډول له بهیره پاتې وو. همدې محدود ګډون پر نوې جوړې شوې لنډمهاله ادارې د ولسي ملاتړ ریښه کمزورې کړه.

    د بُن بهیر تر ډېره د نړیوالو اشغالګرو ځواکونو د ستراتیژیکو اهدافو پر اساس جوړ شوی و، نه د افغانانو د تاریخي اړتیاوو، سیاسي حالاتو او ټولنیزو واقعیتونو پر بنسټ؛ د بهرني نفوذ دا دروند سیوری د بُن د ټول بهیر د مشروعیت لپاره ننګوونکی ټکی دی، چې د دغه بهیر د رد تر ټولو لوی دلیل بلل کېدای شي.

    په بُن کې یو شمېر ډلو ته قصداً تر اړتیا ډېر واک ورکړل شو او ډېری نورې ټولنیزې ډلې حاشیې ته شوې، مثلاً د زورواکانو ائتلاف چې د واک ډېره برخه یې ترلاسه کړې وه؛ تر دې چې د واک دا نابرابر وېش په وروستیو کلونو کې د سیاسي رقابت، بې‌ باورۍ او حتی د سیاسیونو د خپل منځي شخړو د دوام لوی فکټور شو.

    د بُن پروسه د اوږدمهاله دولتي بنسټونو د رغولو پر ځای د اشخاصو او ډلو د امتیازاتو د تثبیت لپاره ایجاد شوې وه، له همدې امله وروسته حکومتونه د فرد‌محورۍ، فساد او اداري کمزورۍ سره مخ شول. دا چې په بُن ناسته کې د سهامي شرکت(جمهوریت) د بنسټ ایښودو اساس له دغه ځایه ناسم کېښودل شو، همداسې یې تر ۲۰۲۱م کال پورې دوام وکړ او هیڅکله جمهوري رژیم له فردمحورۍ او پر ګوندونو د څوکیو له ویشنې خلاص نه شو.

    که څه هم د بُن ناستې ظاهراً په ۲۰۰۱م کې د جګړې د پای ته رسولو یو عاجل سياسي چوکاټ برابر کړ، خو د هغې په پایله کې جوړ شوي کمزوري بنسټونه د افغانستان د راتلونکو دوو لسیزو د بې‌ثباتۍ ډېری ستونزو ته زمینه برابره کړه. د بُن د ضعف همدا او نور نکات وو چې د دې ناستې د رد لپاره په تاریخي حافظه کې قوي دلیلونه جوړ شول او تر نن ورځې یې پر پایلو نیوکې دوام لري.

    بهرنۍ مداخلې ته اجازه:
    د بُن ناسته بهرنۍ مداخلې ته د مشروعیت ورکولو لاره وه، چې امریکا او ناټو هم له دې موقع په استفاده، د ملګرو ملتونو په پوښښ کې د «نړیوال امنیت مرستندویه ځواکونو» چې د «ISAF» نوم یې ورته ورکړی و، افغانستان ته د را لېږلو پرېکړه وکړه، تر څو د افغانستان مسئله د بهرنۍ مداخلې او فشار له لارې حل شي.

    پر افغان ملت تپل شویو څېرو، چې د بُن ناستې ګډونوال وو، هېڅکله د هېواد په داخلي مسئله کې د بهرني حضور مداخله رد نه کړه، بلکې له لومړیو دوی په دې فکر وو چې یواځې بهرنیان کولی شي د افغانستان معضله حل کړي؛ هغه فکر چې همېشه غلط ثابت شوی، ځکه د افغانستان داخلي مسئله په بهرنيانو د حل وړ نه وه/ ده.

    بایلل شوي فرصتونه:
    ۱: له ۲۰۰۱م کال وروسته خورا ډېر امکانات د بُن ناستې په پایله کې د افغانستان حکومت ته برابر شول، خو سالم مدیریت یې ونشو؛ د دې پر ځای چې افغانستان کې زیربناوې جوړې شي، مرستې او امکانات د پرځېدلي جمهوریت د فرد محوره رژیم د افرادو په خدمت کې مصرفېدل، ډېری یې د فساد ښکار شول او یوه برخه بیا د ستراتیژیک پلان د نشتوالي له کبله ضایع شوه.

    ۲: د بُن له ناستې وروسته د امنیتي سکټور له سره رغول او فعالول که څه هم په اولویتونو کې وو، خو امنیتي ارګانونه او مهمې ادارې د زورواکانو د یوه تنظیم تر نفوذ لاندې راغلل، متوازن او مسلکي جوړښتونه یې پکې رامنځته نه کړل، بلکې لا یې د واسطې، فساد او بې‌کفایتۍ په مرکزونو بدل کړه.

    ۳: په بُن کې د شریک قدرت جوړښت ته لومړیتوب ورکړل شوی و، خو د فساد مخنیوي، شفافیت او حساب ورکونې ته اولویت ورنکړل شو، چې له کبله یې فساد سیستماتیکه بڼه خپله کړه او د شفاف دولت او مؤثرې ادارې جوړولو فرصت ضایع شو.

    ۴: د سیمه‌ییزو اقتصادي ګټو مدیریت کول یو فرصت و، دا چې پرځېدلي جمهوریت د غرب د ملګرتیا له کبله په سیمه کې دښمنان ډېر کړي وو او له اوله یې د ډیپلوماسۍ قوي چوکاټ رامنځته نه کړ، د سیمې له هېوادونو سره یې کړکېچونه رامنځ ته کېدل او ورځ تر بلې یې د افغانستان ستراتیژیک او اتصالي موقعیت زیانمناوه، چې ورسره یې سیمه‌ییزې اقتصادي ګټې بایللې او پرله پسې یې فرصتونه ضایع کول.

    د بُن د ناکامۍ اغېزې:
    د بُن د پروسې پر مهال افغان ملت د خبرو اترو له پروسې بهر شو، پر ځای یې د ناستې ګډونوالو چې د زورواکانو ائتلاف غړي وو، د افغانستان د استازو په نوم ځان ځای کړ، بهرنیانو ته یې د هر راز پریکړو واک ورکړ، چې هغوی هم سیاسي جوړښتونه، داخلي اړتیا ته د کتو په ځای، د نړیوالو زبرځواکونو د عاجلو ګټو او فشارونو پر اساس رامنځته کړل. دې تصمیم د پروسې اهداف زیانمن او له سهامي شرکت(جمهوریت) سره د ولسي مشروعیت د کمېدو له کبله، شل کلنه جګړه رامنځ ته شوه.

    د بُن پروسې په افغانستان کې د څو جنګ‌سالارانو د مزاج او بهرنیانو د ګټو په نظر کې نیولو سره یو داسې دولت رامنځ ته کړ، چې یوازې پر نړیوالو مرستو متکي و؛ د دې پروسې اړخونو ملي ګټې او مشروعیت له پامه وغورځول، چې په پایله کې یې دولت په کامله توګه ناخپلواکه بڼه واخیسته او په دغه مرستو پورې وتړل شو. هغه دولتونه چې پر بهرنیو مرستو متکي وي، پايښت نه لري.

    په بُن کې ملي هویت او اصول نه، بلکې د قومونو او تنظیمونو استازیتوب د سیاسي جوړښت اساس وګرځول شو، بیا قومونه او تنظیمونه سیاسي قطبونه وګرځېدل، تر دې چې په حکومت کې د داخلېدو لپاره ښه لار د یو ګوند، ډلې یا تنظیم جوړول او یا هم د یو قوم استازیتوب و، چې له دې سره د ګوندونو شمېر له لسګونو واوښت او د قومونو په نوم شوراګانې او ډلې جوړې شوې، ترڅو د حکومت برخه وګرځي او واک ترلاسه کړي، چې له دې سره د رژیم ټول تصامیم د قومي او ګوندي مصلحتونو تابع شول او ملت وروسته پاتې شو.

    بُن په افغانستان کې د زورواکانو ائتلاف او څو نورو محدودو ډلو لپاره د حکومت د ترلاسه کولو پروسه شوه، دوی حکومت په هغه معیارونو هم نه جوړاوه، د کومو چې یې ادعا لرل، بلکې پریکړې د څو ډلو د مشرانو له خوا کیدلې، په څنګ کې یې د داخلي مشروعیت پر ځای، بهرني کاذب مشروعیت ته اولویت ورکاوه؛ دې کار د دولت او ملت ترمنځ واټن رامنځ ته کړ، ملت پرې بې باوره شو او نور نو جمهوري رژیم داخلي مشروعیت هم له لاسه ورکړی و.

    د بُن پروسې له تطبیق وروسته د افغانانو سیاسي کلتور تغیر وخوړ؛ د دې پروسې له تطبیق وروسته سیاسیونو هرې مسئلې ته د بهرنیانو په عینکو کې کتل، په داخل کې یې پخپله د ستونزو د حل پر ځای د بهرنیو سرپرستانو پریکړو ته اولویت ورکاوه، سیاسي حلونه یې د قانون په ځای، د فشار، معاملې او فرد محوره سیاستونو له لارې لټول، چې دې چارې پرځېدلي جمهوریت هم پر سیاسي سټېج بې حیثیته کړ او هم یې د خپلواکو سیاسي خبرو اترو فرهنګ له لاسه ورکړ.

    له پورتنیو ټولو اغېزو سره سره، چې د بُن پروسې افغانستان د بهرنیو رقابتونو ډګر ګرځولی و، د دغه پروسې زېږنده سهامي شرکت(جمهوریت) د شلو کلونو په تېرېدو د ناسمو پریکړو او تصمیمونو له کبله د خلکو ملاتړ له لاسه ورکړ، فساد په دولتي بنسټونو کې نهادینه شو، امنیتي سکټور فلج شو، بهرنیان د دوحې تړون له مخې ویستل کېدو ته مجبور شول او بالاخره د بُن د ټولو خامو پریکړو او اشتباهاتو مستقیمه اغېزه دا شوه چې په ۲۰۲۱م کال کې جمهوریت وپرځېده او همدا د بُن د غلطو بنسټونو طبیعي نتیجه وه.

    اوس افغانستان بُن ته اړتیا لري؟
    د افغان حکومت مخالفینو په تېرو دوو کلونو کې د رسنیو پر مخ او په خپلو مجازي ناستو کې له «طالبانو وروسته افغانستان» تر عنوان لاندې پر یو شمېر موضوعاتو د بحثونو مطرح کولو لپاره کمپاین وکړ، ترڅو پر داسې سیاسي او امنیتي تګلارو توافق ته ورسېږي، چې که په افغانستان کې اوسنی افغان حکومت له منځه وړل کېږي، نو دوی د ښه بدیل په توګه د واک ګدۍ ته ور وړاندې شي. دا د بُن د یوې بلې بڼې د رامنځته کولو هڅه هم بللی شو.

    د بحثونو دا لړۍ په لومړیو کې مقاومت جبهې مطرح کړه، د دې ډلې مشر احمد مسعود د آزادۍ جبهې له مشر یاسین ضیاء سره د ټولو ژورو اختلافاتو سره سره، د ویانا بهیر د حیثیت خپلولو لپاره راضي کړ چې د دغه بهیر په پنځمه ناسته کې ګډون وکړي؛ دا ناسته هم د نورو کلیشه‌يي ناستو په څېر ناکامه شوه، تر دې چې د بنسټیزو بحثونو پر ځای د دغه دوو ګډونوالو ډلو ترمنځ د بیرغ او نورو وړو موضوعاتو پر سر شخړې جوړې شوې. دوی توقع لرل چې ټول مخالفین د دغه بهیر برخه شي، خو هر څه د دوی د توقع خلاف واقع شول.

    د افغان حکومت د مخالفو ډلو ډېرې لومړنۍ ناستې د یووالي پر ځای، د اختلافاتو او شخړو د پراخېدو لامل ګرځېدلي، څرګند مثال یې د ویانا همدا پنځمه ناسته وه؛ چې د دوه مخالفو ډلو په منځ کې دومره اختلافات او رقابتونه شتون لري، نو له دې ځایه یې وانګېرئ چې د رحمت الله نبیل، امرالله صالح، عبدالرشید دوستم، محمد محقق، یونس قانوني، عطا محمد نور، سیاف، رباني او نورو وړو ډلو د مشرانو او غړو ترمنځ به څومره اختلافي مسایل، درزونه، رقابتونه او داسې نکات شتون ولري، چې هیڅکله یې یو له بل سره یوځای والي او د بُن تکرار ته نه پرېږدي!؟

    ملګرو ملتونو په تېرو څلورو کلونو کې د دوحې څو ناستې جوړې کړې، ترڅو نوی افغان حکومت او مخالفین پر یوه مېز خبرو ته راولي، خو هغه ناستې هم د مخالفینو په ګټه نه وې، د مخالفو ډلو له منځه هم ځینې په بین الأفغاني خبرو اترو باور لري، خو داسې خبرې اترې چې د ملت پر ځای، له دوی سره جوړجاړی وشي او د حکومت برخه وګرځي؛ په دې منځ کې د ځینو نورو هغو مخالفو ډلو هڅې هم ناکامې شوې دي، چې د افغانستان لپاره د یو بل بُن غوښتنه لري.

    افغانستان اوس په هغه موقعیت کې قرار نه لري، چې په ۲۰۰۱م کال کې یې درلوده، اوس د حکومت او قانوني دولت خلا ډکه شوې، سوله او امن شته، افغانانو څلور ترخې لسیزې تېرې کړې، تر څو خپلواک افغانستان ولري، نو اوس افغانستان بُن ته اړتیا نه لري او نه باید هڅه وشي چې دغه ترخه تجربه بیا تکرار شي.

    د لومړي بُن پایله او اوسنی وضعیت:
    اوس د بُن له پروسې ۲۴ کاله تېر شوي، د دغه پروسې په اړه ټول واقعیتونه، مشاهدات او تېرې شوې پېښې د تاریخ برخه ګرځېدلي؛ د دې پروسې نهايي پایله دا مهال موږ او تاسو ټول وینو، چې د افغانستان داخلي اړخونه په دوو نه مقایسه کېدونکو موقفونو کې قرار لري، لومړی یو اسلامي، متحد، مرکزي او منظم حکومت چې په سیمه او نړۍ کې لوی قدرتونه دا مهال تعاملات ورسره لري، دویم پاشلي، بې مشروعیته، بې برنامې، بې باوره او د اختلافاتو قرباني مخالفین، چې هر یو یې تقریباً ځانته جلا سترې خیالي دعوې لري او په خیالي وعدو یې د ګوتو په شمار کسان ډلو ته جذب کړي.

    اوسنی افغان حکومت واحد ایډیالوژیک هدف لري، چې د الله پر خاوره د الله تعالی د نظام حاکمیت دی، دې هدف ته د رسېدو لپاره د اسلامي امارت بقا، د شریعت مطابق سیاست او اداري نظم، مرکزي نظام او یوه مشرتابه(امیر) ته ژمنتیا لري، چې همدې اجزاوو د دغه حکومت د ټولیز اطاعت بنسټ جوړ کړی او یووالی یې رامنځته کړی دی.

    د افغان حکومت په بدنه کې راټوله شوې رهبري د اسلامي امارت د لومړنۍ واکمنۍ مشران علماء دي او غړي یې د بهرني یرغل په وړاندې د مبارزې ویاړلي مدیران؛ د دې حکومت تصمیم نیوونکي د شل کلنې جګړې او سیاست تجربه لري، د امنیت په کنټرول کې یې بې ساري کارونه کړي، د خدماتو مطابق یې د مالیاتو راټولولو عادلانه سیستم برابر کړی، د داخلي او بهرني مخالفت او تېري ځواب ویونکي دي، د نظام ټولې چارې له یوې مرجع څخه رهبري کوي، نظامي، امنیتي او استخباراتي جوړښتونه یې مستحکم او چټک دي؛ د نظم داسې مرکزیت د افغانستان په تاریخ کې کم ساری دی.

    هغه خلا چې د بُن پروسه یې د ډکولو لپاره رامنځ ته شوې وه، څلور کاله وړاندې هم رامنځ ته شوه او هغه شړېدلی رژیم وپرځېده چې د بُن د لومړۍ پروسې په پایله کې جوړ شوی و، خو دا ځل یې نوی افغان حکومت ښه بدیل شو؛ د دې حکومت د بې بدیل‌والي په اړه ګڼ شمېر دلایل شته؛ د پورتنیو دلایلو ترڅنګ، یو دلیل دا هم دی چې د دغه حکومت د مخالفینو او د بُن ناستې د ګډونوالو پاشلتیا ده.

    د افغان حکومت مخالفین چې په مختلفو نومونو یې خیالي ډلې له هېواد بهر جوړې کړې دي، تر اوسه د دوی له منځه هیڅ مخالفه ډله مشروعیت نه لري او نشي کولای د «ملي بدیل» په توګه ځان معرفي کړي، ځکه نه واضحه برنامه لري، نه متحد قیادت او نه هم د ولسي ملاتړ کوم څرک لري.

    مخالفین خو لا تر دې مهاله د قومي جوړښتونو، پخوانیو تنظیمي نومونو او فرسوده روایتونو څخه نه دي بهر شوي، حتی د وسلوال او سیاسي مقاومت لپاره افراد، امکانات، ملاتړ او قوي روایت لا هم نه لري، نو څنګه به د یو منظم او برلاسي حکومت سره مقایسه شي!؟ دا بحث او د دوه لورو لوړ توپیر مو دې نتیجې ته رسوي چې د بُن ناستې په پایله کې ټولې هغه لاسته راوړنې، چې نړیوالې ټولنې یې لپاره پخواني جنګ‌سالاران را یو ځای کړي وو، له خاورو سره خاوري شوې دي؛ نړیوالې ټولنې چې څه غوښتل، ټول یې د بُن ناستې په کمزوري اساس ایښودنې له منځه یووړه، اوس افغانستان د خپلواکۍ، اقتصادي پرمختګ، د ښو سیاسي اړیکو فصل، سرتاسري امن او ځان بسیاینې مسیر ته داخل شوی.

    ‌‌د بُن درې درسونه:
    د بُن ناکامه پروسه درې درسونه لري؛ لومړی دا چې په لویو سیاسي بدلونونو او تصمیمونو کې باید همېشه اصلي لوری(افغان ملت) شتون ولري، په خبرو اترو او پریکړو کې ځای ورکړل شي، ترڅو دغسې لویې پروسې بیا پر افغان ملت تحمیل نشي؛ په ۲۰۰۱م کال کې، د بُن په پروسه کې اصلي لوری چې د افغان ملت واقعي استازي وای، شتون یې نه درلوده، بلکې د جګړې کاروباریان، د زورواکانو ائتلاف او د معامله‌ګرو څو نفري ګوندونه دغه بهیر ته داخل شوي وو.

    دویم درس دا دی چې همېشه باید داخلي ستونزې په داخل کې د تفاهم او منطقي بحثونو له لارې حل شي، نه د بهرني فشار او زور له لارې؛ بُن د بهرنیو اجنډاوو محصول و او افغانانو هیڅکله پر دې پاکه خاوره بهرنۍ اجنډاوې، د پردیو شتون، د پردیو مزدوري او پردیو ته خدمت نه دي منلي.

    دریم درس دا دی چې بُن د څو قومونو او تنظیمونو د خیالي استازو لپاره، فرد محوره حکومت جوړ کړ، چې دې کار یې رژیم وپرځاوه، ځکه په سیستم کې افرادو ته کار شوی و، نه بنسټونو ته؛ همېشه هغه نظامونه او دولتونه پايښت لري، چې سیستم یې بنسټ محوره وي، نه فرد محوره.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو

    مربوطه لیکنې

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    21 اکتوبر 2025

    د پاکستان پوځي رژیم ستراتیژیکه ماتې او د افغانستان دفاعي بریا

    20 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تحلیل 5 دسمبر 2025

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    تحلیللیکوال: خلیل رهنورد مقدمه:د افغانستان په تاریخ کې ځینې پېښې او سترې پریکړې د لویو…

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو

    5 دسمبر 2025

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    4 دسمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    بُن؛ د جنګ‌سالارانو د تحمیلي جمهوریت، د پیل او سقوط بنسټ

    5 دسمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتين: افغانستان کلونه کلونه د کورنۍ جګړې ښکار و، اوس طالبان د دغه هېواد حالات او قدرت تر خپل کنټرول لاندې لري، دا یو واقعیت او حقیقت دی چې باید ویې منو

    5 دسمبر 2025

    تېره اوونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې څه باندې ۱۵۳زره مټریک ټنه انتقالات شوي

    4 دسمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،088 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،032 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،085 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.