Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»بین الأفغاني مذاکرات له چا سره او ولې؟
    لیکني

    بین الأفغاني مذاکرات له چا سره او ولې؟

    صابر افغانصابر افغان13 جولای 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې د سرپرست حکومت د مخالفینو له لوري د بین الأفغاني مذاکراتو خبره او یادونه کېږي، له ټولو مخکې باید دا پوښتنه مطرح شي چې بین الأفغاني مذاکرات له چا سره او ولې وشي؟

    د سرپرست حکومت مخالفین یو څو محدود او منفور افراد دي، ملت ته بې باوره دي، هویت او اجنډا یې نا معلومه ده، نه انسجام لري او نه هم واحده ملي اراده. د دغه مخالفو ډلو ترمنځ اصلاً هېڅ اتفاق او یووالی شتون نه لري، احمد مسعود، عطامحمد نور، خلیلي، محقق، اتمر، امرالله صالح، دوستم او نور مخالفین په خپلو منځونو کې ژور اختلافات لري.

    کله چې مخالفي ډلې نه د ملت اراده پېژني او نه ملي منافعو ته ژمنې وي، د سیاسي مخالفینو په منځ کې انسجام نه وي، د ملت واقعي استازي نه وي او یو څو د شخصي ګټو غوښتونکي محدودې څهرې وي، نو آیا له دې خلکو سره مذاکره بین الأفغاني مذاکره ده!؟ له دغسې ډلو او څهرو سره مذاکره په هر نوم چې وي، د وخت ضیاع ده.

    له سیاسي مخالفینو سره مذاکرات هېڅ معقولې نتیجې ته نه رسېږي، ځکه دوی بې واکه دي، د هېچا نمایندګان نه دي، نو له داسې ډلو او افرادو سره مذاکره بې ثمره، د وخت ضیاع او هغه افرادو ته د شخصي ګټو د تپلو حق ورکول دي، چې لسیزې یې هېواد چور او تالان کړ.

    مخالفي ډلې او سیاسي سوداګر د بین الأفغاني مذاکراتو په نوم د افغانستان له شته وضعیت سره په څرګند ټکر کې واقع غوښتنې لري، ځکه خو دوی د یو مشروع حاکمیت په وړاندې بغاوت کړی او نا مشروع غوښتنې منعکسوي. په بل اړخ کې سیاسي مخالفین غواړي د بین الأفغاني مذاکراتو په نوم خپل تېر تاریخ په دې نامه سپین او له خلکو هېر کړي او د خپل سیاسي حیثیت اعاده وکړي.

    دا واقعاً د پوښتنې وړ ده چې د یو منظم حاکمیت په شتون او د ملت په خپلواک اقتدار کې ولې مخالفي ډلې د خپلو ناروا شعارونو د بدرګه کولو لپاره بین الأفغاني مذاکرات بهانه ګرځوي او بیا له دې لارې د یو مقتدر مرکزي حکومت، حاکمیت ننګوي!؟

    بین الأفغاني مذاکرات هغه مهال منطقي دي او نتیجه ورکوي چې مخالفین رښتیا هم د یو معلوم، ثابت او حق جهت په توګه واقع وي، د ملت رښتینې استازولي وکړي، په خپلو تصامیمو کې خپلواکي ولري، د پردیو استخباراتي کړیو ښکار نه وي، د ولس اراده تمثیل او یو شمېر نور امورات یې سرته رسولي وي، خو مقابل لوری کاملاً د دې برعکس دی، دوی د بین الأفغاني مذاکراتو له نامه فقط د دې لپاره ګټه اخلي چې د ملي حاکمیت او ملي ګټو پر ضد یو خنډ جوړ شي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد کابل او دوحې ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو د کچې پر لوړولو خبرې شوي
    راتلونکي مقاله ټرمپ د اروپا او مکسیکو پر وارداتو ۳۰ سلنه تعرفه لګوي

    مربوطه لیکنې

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    جمهوریت له بُن تر سقوطه؛ د یوې ناکامې تجربې لنډه کیسه

    14 اگست 2025

    متحده جبهه؛ له سیاسي انزوا په تکراري غونډو وتلی شي!؟

    14 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 15 اگست 2025

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي قرغزستان…

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    د بلوڅ بېلتون پالو وياند جيئند بلوڅ: د امريکا پرېکړه زموږ پر مبارزې اغېز نه شي کولای

    15 اگست 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست د قرغزستان له لومړي وزیر سره کتلي

    15 اگست 2025

    د جنایتکارانو شوری؛ ولس به یې جنایات هېر کړي!؟

    15 اگست 2025

    د بلوڅ بېلتون پالو وياند جيئند بلوڅ: د امريکا پرېکړه زموږ پر مبارزې اغېز نه شي کولای

    15 اگست 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،999 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،940 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،958 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.