که څه هم د سرپرست حکومت بهر مېشتې مخالفې ډلې او جبهې نه کوم ملي اعتبار لري او نه هم نړۍوال ملاتړ، خو بيا هم وخت ناوخت په ځينو بهرنيو هېوادونو کې سره راټولېږي او واک ته د بیا رسېدو خوبونه او بګتۍ يو او بل ته ور اوروي.
په تېرو دریو کلونو کې چې د پرځېدلي جمهوريت د ازمايل شویو او فراري څهرو له خوا د ځينو حلقاتو په ملاتړ کوم مخالف خوځښتونه ايجاد شوي، د ملي اهدافو او ارزښتونو تر عنوانونو لاندې يې که هر څومره ناستې کړې دي، تر اوسه نه دي توانېدلي چې يو متحد ائتلاف او موقف رامنځ ته کړي، بلکې له عملي تعهد پرته يې دریځونه تنها پر شعارونو ولاړ دي.
جالبه دا ده، چې په شعارونو کې هم يوه ډله له بلې سره توافق نه لري، يوه يې په دې نظر ده، چې له سرپرست حکومت سره بايد جګړه وشي او د هر هغه حرکت تائید او ملاتړ وشي چې له سرپرست حکومت سره جګړې ته رامخکې کېږي، بله ډله بیا د جګړې پلوې نه ده او ټينګار کوي چې بين الأفغاني ډيالوګ غوره انتخاب دی، بله ډله یې بیا يو قدم نور هم مخته ځي او واک ته له بيا رسېدو وروسته د فدرالي حکومت د جوړېدو چاره ګټوره بولي او هره يوه يې د نړۍوالې ټولنې بېل – بېل ملاتړ ته اړتيا لري.
دا هر څه که څه هم د اوبو د سر کرښې دي، خو دومره زور يې لرلی چې د بهر مېشتو پخوانيو چارواکو، مخالفو ډلو او جبهو ترمنځ اختلافات رامنځ ته او نور هم ژور کړي، د ويانا او هرات امنيتي غونډو پر ګډونوالو د پرځېدلي جمهوريت د پخوانيو چارواکو توندې نېوکې او غبرګونونه يې ښې بېلګې کېدلی شي.
د پرځېدلي جمهوريت د دفاع وزیر شاه محمود میاخېل د ويانا پنځم کنفرانس په اړه وايي چې: “تېر کال ماته د کنفرانس تنظیم کوونکو له لوري د ګډون بلنه راکړل شوه او ما هم د ځينو شرايطو له مخې ګډون وکړ، چې يو پکې د بين الأفغاني خبرو اترو شرط و، خو کله چې زه هلته ولاړم معلومه شوه چې د دوی د ايمېلونو او عملونو تر منځ ډېر توپير شته، چې بیا يې له کاري ګروپونو ووتلم او داسي غونډې بې نتيجې او تاواني ګڼم.”
همدا راز د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د بلخ والي عطاء محمد نور په خپله يوه رسنیزه مرکه کې د ويانا پنځم کنفرانس کې د جګړې شعارونو ته په غبرګون کې ويلي وو: “څوک چې د افغانستان خلک جنګ او جګړې ته هڅوي، ولې خپل بچيان جنګي محاذونو ته نه لېږي!؟”
د دې تر څنګ د پرځېدلي جمهوريت ګڼو نورو چارواکو هم د بين الأفغاني ډيالوګ په ملاتړ په بهر کې د مخالفو جبهو مجلسونو او غونډو ته تېز او توند غبرګونونه ښودلي وو او جګړې ته د افغانانو هڅول یې ناسم تصميمونه بللي او ګڼلي وو.
پاتې دې نه وي چې بين الأفغاني خبرې – اترې په وروستيو کې د مخالفو جبهو تر منځ يوه جنجالي مسئله ده، چې د خپل منځي اختلافاتو او پاشل کېدو يو له عمده عواملو څخه یې ګڼل کېږي، چې پايلې یې خورا څرګندې دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.