د راپورونو له مخې سوريه کې ازادي غوښتونکيو( تحريرالشام) د سوريې د ولسمشر بشارالاسد د تره زوی علي منيرالاسد حماة ښار ته نژدې په يوه سيمه کې وژلی.
د يادونې وړ ده چې سوريه کې روانه ازادي غوښتونکې جګړه د بشارالاسد د رژيم پر ضد پيل شوې او د تحرير الشام ځواکونو مشر ابو محمدالجولاني ويلي تر هغو به په کرار نه شي چې بشارالاسد له منځه يو نه سي او ظالم حکومت یې نسکور نه کړي.