
د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د تايلنډ او کمبوډیا ترمنځ تر درې ورځنیو پر له پسې مذاکراتو وروسته، دواړو لوریو پر یوه بېړني اوربند هوکړه کړې.
د دې هوکړې له مخې، به د دواړه لوري پوځي تحرکات دروي او سرحدي سیمو کې مېشتو خلکو ته به خپلو کورونو ته د بېرته تګ اجازه ورکړل شي.
دغه راز، د مذاکراتو پر مهال دواړه هېوادونه پر دې هم سلا شوي، چې د ناقانونه وسلهوالو فعالیتونو پر وړاندې یو له بل سره همکاري کوي.

