د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، تايوان له امريکا سره له اووه تر لس میلیارده ډالرو په ارزښت د وسلو اخیستلو تړون لاسلیک کړی.
راپورونه وایي، چې په دغو وسلو کې کروز توغندي او دفاعي وسلې هم شامل دي.
یاده دې وي، چې چین تایوان د خپلې خاورې نه بېلېدونکې برخه بولي او په وار وار یې د امریکا له خوا تایوان ته د وسلو پر ورکړې او پلور نیوکې کړې دي.