سوريه کې مبارزه کوونکي تحريرالشام غورځنګ په يوه خپره کړې اعلاميه کې ويلي: موږ د عراق او يا د نړۍ د نورو هيوادونو لپاره خطر نه يو، موږ له نورې نړۍ سره ښې اړيکې غواړو او زموږ مبارزه يواځې د بشارالاسد د ظالم رژيم څخه د خپلو خلکو ژغورل دي.
د يادونې وړ ده چې د تحريرالشام غورځنګ په وروستيو څو ورځو کې د سوریې يو شمېر مهم ولايتونه او سلګونه سيمې د بشارالاسد له رژيم څخه نيولي او لا هم د پرمختګ په حال کې دي.