تحريک طالبان پاکستان په خپله تازه خپره شوې خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې یې د مفتي نور ولي محسود په مشرۍ د پاکستاني پوځ او امنيتي ارګانونو پر ضد ۸۸۱ بريدونه کړي دي.
د تحريک طالبان پاکستان په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پورته شمېرو پر بنسټ دوی هره مياشت په اوسط ډول ۷۳.۴۵ حملې کړي چې په اوس وخت کې په نړۍ کې د جهادي ګوندونو تر ټولو زياتې حملې او د بريدونو تر ټولو لوړه کچه ده.
خبرپاڼه زياتوي چې په دغه بريدونو کې د پاکستان د پوځ او امنيتي ادارو ۲۱۹۳ کسان په نښه شوي چې له جملې یې ۹۷۷ وژل شوي او ۱۲۸۱نور بيا ټپيان شوي.
خپرې شوې خبرپاڼه کې پر دې سربېره تحريک طالبان پاکستان په تفصيل سره په تېر کال کې د دوی د ټولو بريدونو، لاسته ورغلو وسلو، موټرونو، د پاکستاني پوځ د امنيتي پوستو د تخريب، د بريدونو نوعیت او نورو په اړه بشپړ معلومات خپاره کړي دي.