Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تحریریان په اسمان کې منډوو کوي
    لیکني

    تحریریان په اسمان کې منډوو کوي

    صابر افغانصابر افغان4 جولای 2024څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    حزب التحریر، هغه ګوند چې ۶۸ کاله وړاندې د تقي‌الدین النبهاني له‌خوا په فلسطین کې جوړ شو، خو وروسته یې لمن ډېرو اسلامي هېوادونو ته وغځېده، اوس يې دې وروستیو کې د تاجکیستان، ازبیکستان، اندونیزیا، بنګله‌دېش او ترکیې په ګډون په ډېرو اسلامي هېوادونو کې پر فعالیت بندیز لګېدلی.

    خو د تحریریانو د ګوند حقیقت دا دی چې: تحریريان عین د داعشیانو لارویان دي، مګر په ډېر کم توپیر سیستماتیک فعالیت کوي، کله د تحریر په جامه کې څرګند شي، کله د جمعیت اصلاح جامې واغوندي، کله ځان د طالبانو خواخوږي معرفي کړي خو کیسه یوه ده، دوی د دعوت په ځای د اسلامي فکر ریښي باسي، دوی د یهودو او نصاراو پروژیان دي او د داعشي خوارجو نږدې خواخوږي همسنګره او همفکره خلک دي، دوی د ثبات او یوالي په ضد پورته شوې ډله ده، د خدای جل جلاله د نص خلاف یې توره پورته کړې، پرته له سرونو غوڅولو ریبلو، او وینو بهولو بل انتخاب نه لري.

    خدای جل جلاله فرمايي: وَٱعْتَصِمُواْ بِحَبْلِ ٱللهِ جَمِيعًا وَلَا تَفَرَّقُواْ ۚ (ال عمران 103).تاسو د خدای په رسۍ منګولې خښې کړﺉ او ډلې ډلې مه جوړېږﺉ.

    په اسلام کې احزاب نشته، دغه مکاره ډله ولې امت په حزبونو او ډلو وېشي؟دوی وایي په واحده جغرافیه کې حکومتداري نشنلسټي ده، نو له دې ښاغلو هېره ده چې ګوندي فعالیتونه له غربه منشا اخلي، د حزبونو راتګ د غرب پیداوار دی.

    که چېرته په واحده جغرافیه کې حکومتداري نیشنلسټي وي، بیا خو ټول انبیاءکرام تاسو په نشنلسټۍ تورن کړل (نعوذ بالله) هر نبي د یوې جغرافیې او خاص قوم لپاره راغلی، تاسو وګورﺉ چې حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل وطن لپاره دعا کوي چې: وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَٰذَا بَلَدًا آمِنًا وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَرَاتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم. (سورة البقره ١٢٦).خدایه! زما وطن د امن وطن کړې، د دې ځای ځايي خلک د دنیا او اخرت په نعمتونو ماړه کړې او ویې نازوې.

    د اسلام ستر پېغمبر صلی الله علیه وسلم دعوت له مکې پېل کړ، د هجرت له ستونزو ګاللو چې مدینې او حبشې ته لاړ بیرته مکې ته راغی.

    هجرت څه معنی؟ یعنې سړی له خپل وطن نه مهاجر شو، بې وطنه شو، د هجري کال فلسفه هم په دې ولاړه ده، له کډوالې وروسته پېغمبر صلی الله علیه وسلم مکې ته راځي او په همدې خاصې جغرافیې کې اسلامي ریاست قایمیږي، دارالانشاء پکې جوړیږي، د سفیرانو په لاسونو د نورو هیوادونو شاهانو ته رسمي لیکونه لېږل کیږي.

    د هجرت پر مهال رسول مقبول صلی الله علیه وسلم ژاړي او مکې ته وایي: زما خوږې خاورې! له مجبوریته درنه ځم، که د خدای جل جلاله امر نه وای، ستا له غېږې به کله هم لیرې نه وای تللای.حب الوطني او په خاصه جغرافیه کې اسلامي نظام قایمول که نشنلسټي وای بیا خو د تحریر ډله ډېره بې باکه او سیستماتیک ډول د اسلامي نظام بنیادونه ړنګوي او د دوی دا بوین فکر خو د انبیاو علیهم السلام د سپيڅلو سنتو خلاف کې واقع ده.

    تاسو د اسلامي سیاست مطالعه ممکن ولرﺉ، په اسلامي سیاست امام راغب اصفهاني په درې حلقو کې تشریح کوي هغه اسلامي سیاست دا ډول تعریفوي:

    ١. عمارة الارض

    ٢. تنفیذ الاحکام الهی

    ٣. مکارم الشریعةیعنې اول د جغرافیې عمارت او وداني ده، یعنې د جغرافیې شتون ده، بیا په ودان شوې جغرافیه کې د الهي احکام د نافذولو سلسله ده، په پای کې د اجتماعي او انساني اړیکو لپاره د ټولنې اوبدل او را ټولول دي.د تحریر ډله له سره د ټولنې د پاشلو لپاره ډیزاین شوې او پروپوزل یې د انګریزانو په کلیسا ګانو او محفلونو کې جوړ شوی دی.

    دوی ته پلان او پالیسي همدا ورکړل شوې چې د شر او فساد لمنه ونیسي، د دین په لباس کې د دین د بنیادونو د ړنګولو ماموریت ورکړل شوی؛ د دین په سیستماتیک تحریف پسې دا ډله راوتلې.هیڅ د عمران، ابادۍ، یوالي او الهي احکامو د نفاذ فکر نه لري غیر له خون او خرابې نه؛ د نفاق د ډلو او دغسې او شریرو عناصرو مخه باید په وخت ونیول شي، ګنې د مسجد ضرار بله فتنه تکراریږي.

    دلته اوس یو اسلامي نظام د یو مذهبي مشر تر رهبرۍ لاندې روان دی، ډلې او حزبونه نشته د هېواد له شرقه تر غربه د یو امیر فرمان او امر چلیږي، خو دغه فتنه ګره او فسادګره ډله را ولاړېږي یو شرعي نظام ننګوي.

    افغان ملت د خپل د زعیم نظام څخه غواړي چې دا ډلې مهار کړي، د دوی یوازې زنداني کول کافي نه دي، د دوی هر حرکت باید نطفه کې خنثی شي، ان د دوی فعالیتونه سنګین جرایم وګڼل شي، مشران یې باید تبعید شي او د دوی کمبله باید له دې اسلامي خاورې ټوله شي.

    تر سیاسي مخالفانو دا ډله ډېره خطرناکه ده، ځکه دوی هم دین ننګوي او هم وطن خرابوي او هم پردۍ جګړې وطن ته را واردوي.

    خوشبختانه ملت ټولې نیابتي ډلې پیژندلي د ا.ا.ا کشف او استخبارات په دې برخه کې ډېر حساس دي، له دوی همدا توقوع کېده؛ حاکم اسلامي نظام چې څومره ویښ وي هومره به دا جغرافیه د شر او فساد له اورونو او شرونو خوندي وي.ومن الله توفیق

    مخکینۍ مقالهپه خوست کې غلا شوي ۵ عرادې موټر سایکلونه نیول شوي دي.
    راتلونکي مقاله کندهار کې د غوړيو د تولید درې فابریکي جوړیږي

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2025

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    د ليبيا هېواد مشهور سياسي فعال، مفسر او اسلامي تاريخ پوه دکتور علي‌ الصلابي د…

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د لیبیا سیاسي فعال او اسلامي تاریخ پوه دوکتور علي‌ الصلابي: د سوریې او د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزيرانو ليدنه د اسلامي امت د ژور تحول او بيدارۍ نښه ده

    22 جون 2025

    رضا پهلوي د امريکا د کانګرس غړو سره د ايران نظام د بدلون په موخه ليدنې پيل کړي

    22 جون 2025

    د يمن حوثي ځواکونو ته حماس غورځنګ پيغام؛ د فلسطين او يمن دښمن يو او جګړه یې ګډه ده

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.