سوريه کې د ابو محمدالجولاني په مشرۍ مبارزه کوونکي تحريرالشام غورځنګ په یوه خبر پاڼه کې د لبنان خلکو ته اطمنان ورکړی، چې دوی لبنان ته هیڅ بده اراده نه لري بلکې په سوریه باندې له بشپړ تسلط وروسته به له لبنان سره خپلې اړیکې لا پیاوړې کړي.
تحرير الشام همدا راز تر دې وړاندې عراق او د سوریې نورو ګاونډيو هېوادونو ته هم ډاډ ورکړی وو چې د سوریې له نيولو وروسته له دوی سره ښې اړيکې غواړي او هېڅ ډول خطر به ورته پېښ نه کړي.