Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ترکمنستان د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ رغوي
    افغانستان

    ترکمنستان د تورغونډۍ ـ هرات د اوسپنې پټلۍ رغوي

    عمران آغاعمران آغا31 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ټولگټو وزارت وايي، د اوسپنې پټلۍ مرستیال بخت‌الرحمن شرافت د ترکمنستان د اوسپنې پټلۍ ادارې د رئیس ازاد اتامرادوف او مل پلاوي سره په کابل کې لیدلي دي.

    له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه لیدنې دوې ورځې روانې وي، چې پکې د دواړو هېوادونو گډو پلاوو د دوه اړخيزو اوسپنیزو همکاريو د لا پراختيا په موخه مفصل بحثونه وکړل.: «د ناستې په لومړۍ ورځ د دواړو لورو ترمنځ؛ د تورغونډۍ سټېشن پراخوالي، د تورغونډۍ -هرات اوسپنیزې کرښې د امتداد، چې لومړۍ برخه یې تر صنوبره پورې ۲۲ کیلومتره اوږد والی لري؛ خبرې اتري وشوې.»

    د خبرپاڼې له مخې، دغه راز د ترکمنستان پلاوي په دغه ناسته کې په افغانستان کې د اوسپنیزې کرښې په برخه کې، پانگونې ته لیوالتیا وښوده. :«دوی د تورغونډۍ سټېشن د پراختيا او د تورغونډۍ-هرات لومړۍ برخې ۲۲ کیلومتره اوسپنیزې کرښې د ساختمان او رغونې په برخه کې پانگونې ته چمتو دي او خپل لگښت به د کرښې له فعالېدو وروسته له لاسته راغلو عوايدو څخه بېرته تر لاسه کړي.»

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو بنسټونو په رغونې سره به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداگريزو او ټرانزیټي توکو په لېږد-رالېږد کې زیاتوالی راشي او خصوصي سکتور ته به د انتقالاتو په برخه کې لا زیاتې اسانتیاوې رامنځ ته شي، چې د قرارداد او هوکړې وروسته به يې رغنیزې چارې د روان زېږدیز کال د سپتمبر مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شي. :«د کار د پيلولو په موخه ټولگټو وزارت د يادې کرښې ډېزاين ترکمنستان لوري ته سپاري، ترڅو هغوی د ډېزاين له مخې د يادې کرښې رغنیزې چارې پیل کړي.»

    په دې لیدنو کتنو کې د دواړو خواوو ترمنځ د یادو موضوعاتو ترڅنگ د دوه اړخيزو ریلي همکاریو، د اوسپنې پټلۍ د کارکونکو لپاره د ښوونیزو پروگرامونو چمتو کول، د چارو د پرمخ وړلو لپاره د گډو کاري گروپونو رامنځ ته کول او د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، جورجيا او ترکيې د پينځگونو کوريدور په اړه هم هر اړخیز بحث شوی دی.

    مخکینۍ مقالهکونړ کې ۴۵۰ تنه له حرفوي زده‌کړو فارغ شوي
    راتلونکي مقاله د هنیه شهادت او د فلسطین یقیني بریا!

    مربوطه لیکنې

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026

    ننګرهار کې له ۶۰ کلن سپين ږيري سره د يوې اته کلنې انجلۍ د نکاح مخه نيول شوې

    18 فبروري 2026

    امنيتي ځواکونو د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تړاو ۴۴ تنه نيولي

    12 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 22 فبروري 2026

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    پاکستان په دې وروستیو کې له سختې امنیتي، اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ سره مخ…

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مبهم دریځونه او ښکاره تړاوونه؛ سیاسي ډلې د ازموینې په ډګر کې

    22 فبروري 2026

    پخوانی پاکستانی پوځي افسر، عادل راجا: پاکستاني رژیم افغانستان ته د استول شویو وسلو پر نیول کېدو، د شرم پر ځای پر معصومو افغانانو هوایي بریدونه وکړل

    22 فبروري 2026

    پاکستاني رژيم ته د ملي دفاع وزارت خبرداری؛ د مناسب او حساب شوي ځواب په تمه شئ

    22 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،106 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،060 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،119 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.