Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»ترکمنستان ولې له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي؟
    لیکني

    ترکمنستان ولې له افغانستان سره دیپلوماتیکې اړیکې پراخې کړي؟

    صابر افغانصابر افغان29 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې ترکمنستان په عشق اباد کې د افغان سفارت له پاره فضل محمد صابر د نوي شارزدافیر په توګه منلی دی.

    ترکمنستان د طالبانو له لوري د کابل له نیولو وړاندې هم له طالبانو سره ښې اړیکې درلودې او کله چې طالبان واک ته ورسیدل، نو د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید میردوف یو له هغو لومړنیو کسانو څخه چې کابل ته یې سفر وکړ.

    ترکمنستان په ۲۰۲۲ کال کې عشق اباد کې افغان سفارت طالبانو ته سپارلی و، خو اوس فضل محمد صابر لومړنی لوړ پوړی افغان دیپلومات شو چې د سفارت کنټرول یې ترلاسه کړ.

    ترکمنستان د منځنۍ اسیا له هغو هیوادونو څخه دی چې د “مثبتې بې طرفۍ” او سوداګریزو اړیکو جوړولو پالیسي یې غوره کړې ده.

    ترکمنستان پریمانه طبیعي سرچینې لري او هند او پاکستان د ترکمنستان دغو سرچینو ته اړتیا لري.

    ټاپي TAPI (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند) هغه پروژه ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لیږدوي.

    دغه پروژه چې له افغانستان څخه تیریږي، افغانستان نه یوازې د کال ۵۰۰ میلیونه متره مکعب ګاز ترلاسه کوي، بلکې هر کال به د ټرانزټ ۴۰۰ میلیونه ډالر فیس هم ترلاسه کوي؛ دغه راز، زرګونه افغانان به هم په دغه پروژه کې په دنده بوخت وي.

    بله هغه پروژه چې د افغانستان له خاورې تیریږي او افغانستان ترې ګټه ترلاسه کوي د ټاپ TAP پروژه ده؛ د ټاپ (ترکمنستان، افغانستان، پاکستان) پروژې له لارې د ترکمنستان بریښنا پاکستان ته لیږدول کیږي؛ د ټاپ پروژې له درکه افغانستان بریښنا ترلاسه کوي، هر کال به د ټرانزټ سل میلیونه ډالر فیس اخلي او زرګونه افغانان به په کې په کار بوخت وي.

    پورته دوه هغه پروژې دي چې د ښکیلو هیوادونو تر منځ پرې هوکړه شوې ده، خو تر اوسه یې په افغانستان کې عملي چارې پیل شوې نه دي؛ د دغو پروژو عملي کیدل د افغانستان ثبات او همکارۍ پورې اړه لري.

    ترکمنستان هڅه کوي چې د دغو پروژو د عملي کیدو له پاره ځان نور هم افغانستان ته نږدې کړي او هغه پروژې چې مخکې پرې هوکړه شوې او د ځینو ستونزو له امله پیل شوې نه وې، اوس یې د افغانستان په همکارۍ عملي چارې پیل کړي.

    په عشق اباد کې د افغان شارزدافیر منل د همدې له پاره دي، څو دواړه حکومتونه د یادو پروژو د عملي کیدو په اړه له نږدې کار وکړي؛ افغانستان له دغو پروژو ډیره اقتصادي ګټه ترلاسه کوي؛ نه یوازې اقتصادي ګټه بلکې ورسره د افغانستان سیاسي ثبات هم تر ډیره بریده تضمینیږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهبغلان کې ۸ لرغونې سیمې کشف شوې دي
    راتلونکي مقاله اقتصادي معاونیت: بهر ته د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې ده

    مربوطه لیکنې

    د بهر مېشتو غوښتنه؛ د افغانستان د خلکو انزوا که د حکومت؟

    30 جولای 2025

    ایا جمهوریت یو مشروع او قانونمند نظام و؟

    29 جولای 2025

    د مرستو پر بندېدو د سرپرست حکومت د مخالفینو خوښي؛ له نظام که د ولس سره دښمني؟

    27 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جولای 2025

    قطر کې افغان سفیر او د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر په فرهنګي همکاریو خبرې کړي

    ‏په قطر کې د افغانستان سفیر محمد سهیل شاهین د دغه هېواد د الجزیرې شبکې…

    د اسرائیلو پوځ: له حزب الله سره یې تر اوربند وروسته د دې ډلې ۲۳۰ غړي وژلي

    30 جولای 2025

    د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري

    30 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر کې افغان سفیر او د الجزیرې شبکې د عربي څانګې مشر په فرهنګي همکاریو خبرې کړي

    30 جولای 2025

    د اسرائیلو پوځ: له حزب الله سره یې تر اوربند وروسته د دې ډلې ۲۳۰ غړي وژلي

    30 جولای 2025

    د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري

    30 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،992 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،930 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،934 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.