سرچينې وايي، د افغانستان مذاکراتي ټيم له پاکستاني لوري سره د پنځلس ساعته مسلسل بحثونو وروسته تېره شپه دوه بجې د خپل لوري نهايي شوې مسوده ورسپارلې ده.
په دې مسوده کې ټینګار شوی، چې پاکستان به د افغانستان ځمکنی او هوايي حریم نه نقضوي او نه به هم هېڅ ډول وسلهوالې ډلې ته اجازه ورکوي چې له خپلې خاورې څخه د افغانستان پر ضد استفاده وکړي.
معلومات ښيي، چې د اوربند د هوکړې د تعقیب لپاره د يو څلور اړخیز چینل د جوړېدو وړاندیز هم شوی، تر څو د احتمالي سرغړونو ارزونه او د اړونده معلوماتو تبادله پکې وشي.
یاده مسوده د منځګړو له خوا پاکستاني لوري ته وسپارل شوه او د سهار شاوخوا شپږ بجې پاکستاني ټيم خپله دویمه مسوده هم افغان لوري ته سپارلې ده.
دغه راز ټاکل شوې، چې نن غرمه دولس بجې دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې یو ځل بیا سره کښېني، څو هڅه وشي چې خبرې يوې پايلې ته ورسېږي.
