Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»سیمه»ترکيه کې د روانو مذاکراتو جزئيات؛ پاکستانی لوری نامعقولې غوښتنې کوي
    سیمه

    ترکيه کې د روانو مذاکراتو جزئيات؛ پاکستانی لوری نامعقولې غوښتنې کوي

    عمران آغاعمران آغا7 نوومبر 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    له ترکیې څخه باخبره سرچینو ویلي، چې د استانبول د وروستیو مذاکراتو پر مهال افغان لوري خپل نظریات او غوښتنې له منځګړو سره شريک کړي دي.

    سرچینې زیاتوي، چې د پاکستاني لوري غوښتنې له واقعي او منطقي چوکاټه بهر دي او د افغانستان له چارو سره هېڅ تړاو نه لري.

    د پاکستاني پلاوي له لوري غوښتنه شوې، چې په پاکستان کې دې د ناامنۍ پېښې نه رامنځته کېږي، حال دا چې دغه ستونزه په خپله په هغه هېواد کې اوږده سابقه لري او بل هېڅ هېواد یې کنټرولولای نه شي.

    سرچینې همداراز وایي، پاکستاني لوري افغانستان ته د پاکستاني طالبانو د انتقال غوښتنه کړې؛ خو دا غوښتنه نه د افغانستان له واقعیتونو سره اړخ لري، نه د ستونزې د حل ضمانت ورکوي او نه هم د سیمې د امنیت لپاره ګټوره ده.

    پاکستاني لوری داسې مهال دا غوښتنه کوي، چې له یوې خوا پر افغانستان تور پورې کوي چې ګواکې «پاکستاني طالبانو» هلته پناه اخیستې، خو له بلې خوا بیا خپله غواړي چې همدغه کسان افغانستان ته انتقال شي.

    افغان مذاکراتي پلاوي پاکستاني لوري ته ويلي، چې هېڅکله نه غواړي د نورو هېوادونو مسلې د ځان لپاره د سر درد وګرځوي او د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

    له بلې خوا بیا د افغان پلاوي معقولې غوښتنې چې له هغې ډلې يوه دا چې د پاکستان له خاورې او فضا څخه دې د بل هېواد یا داعش ډلې له لوري د افغانستان پر ضد استفاده نه کېږي، د پاکستان له لوري نه ده منل شوې.

    مخکینۍ مقالهد افغان حکومت مشرتابه د نړۍ د ۴۳م اغېزمن مسلمان په توګه وپېژندل شو
    راتلونکي مقاله د یمن حوثیان: د غزې په ملاتړ مو د صهیونیستي رژیم پر ضد ۱۸۳۰ عملیات ترسره کړي

    مربوطه لیکنې

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    3 فبروري 2026

    زلمی خلیلزاد: د پاکستان حاکم رژیم دې له کورني اړو دوړ څخه د وتلو لپاره عملي حل‌لارې وړاندې کړي

    3 فبروري 2026

    پخوانی امريکايي ډيپلوماټ زلمی خلیزاد: د بلوچستان په اړه د پاکستان حکومت تګلاره ناکامه ده او پروني همغږي پراخ بریدونه ښيي چې وضعیت تر کنټرول وتلی

    1 فبروري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 3 فبروري 2026

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    د ایران بهرنيو چارو وزارت ویلي، چې له امریکا سره د اټومي خبرو د بیا…

    زلینسکي د روسیي پر رېل پټلیو د ځوابي بریدونو امر کړی

    3 فبروري 2026

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ايران وايي له امريکا سره د اټومي خبرو بیا پيل ارزوي

    3 فبروري 2026

    زلینسکي د روسیي پر رېل پټلیو د ځوابي بریدونو امر کړی

    3 فبروري 2026

    ننګرهار کې پر ۴۰ جریبه ځمکه د غوښې تولیدي مرکز جوړېږي

    3 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،054 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،115 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.