د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ترکیې ته د سفر په ترڅ کې د یاد هېواد د بهرنيو اقتصادي اړیکو شورا له غړو سره کتلي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي، چې په دې لیدنه کې د افغانستان او ترکیې د اقتصادي اړیکو په پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پر زیاتوالي خبرې شوې دي.
یاد وزارت زیاته کړې؛ د دې شورا غړو په کابل کې د خپل دفتر د پرانیستلو سربېره د افغانستان انرژۍ، ټکنالوژۍ، نفتو او ګازو، ودانیزو چارو، لوژیستیک، کانونو، او نساجۍ په سکتورنو کې همکارۍ او پانګونې ته چمتووالی ښودلی دی.
د یاد وزارت په وینا؛ ښاغلي عزیزي د «موسیات» ټولنې له غړو سره په جلا لیدنه کې هغو ته بلنه ورکړې، څو افغانسان کې پانګونه وکړي.