د بلوچستان ځايي چارواکي وايي، د بلوچستان ایالت په قلعه سیف الله او پښین ضلعې په خانوزۍ تحصیل کې د دوو ټاکنیزو دفترونو مخې ته چاودنې شوې، چې له امله یې ۲۴ تنه وژل شوي او ۳۰ تنه ټپیان شوي دي.
د خانوزۍ تحصیل روغتون مشر ډاکټر حبیب الله پانېزي رسنیو ته ویلي، د پېښې له ځایه ۱۴ مړي وروړل شوي دي او ټپیان د بلوچستان مرکز کوټې ته لېږدول شوي دي.
د بلوچستان د اطلاعاتو ایالتي وزیر جان اڅکزي رسنیو ته ویلي، یوه چاودنه اسفندیار کاکړ دفتر مخې ته شوې ده.
د اڅکزي په خبره، تر اوسه د چاودنې په اړه کره معلومات نه لري، خو د چاودنې له نوعیته ښکاري چې چاودېدونکي توکي په یو موټر سایکل کې ځای پر ځای شوي وو.
نوموړي ویلي، بله چاودنه د قلعه سیف الله سیمه کې د مولانا عبدالواسع دفتر مخې ته شوې، چې هلته یې هم گڼو خلکو ته مرگژوبله اړولې ده.
په بلوچستان کې داسې مهال چاودنې کېږي، چې په دغه هېواد کې سبا د ټاکنو ورځ ده. د پاکستان د ټاکنو کمېسیون ویلي، په هېواد کې روان امنیتي وضعیت ښه نه دی، خو بیا هم هڅه کوي چې ټاکنې تر سره کړي.
تر دې مهاله د نننیو چاودنو مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی. د پاکستان امنیتي ادارو ویلي، د سبانۍ ورځې د امنیت په موخه یې لسگونه زره ملېشه ځواک په دندو گمارلی دی.
ټاکل شوې چې سبا ته په پاکستان کې ټاکنې وشي، چې ۱۲۸ مېلیونه وگړي د رایې ورکولو په شرایطو برابر ښودل شوي دي.
په پاکستان کې بېلابېلو ډلو خلکو ته ویلي، چې په ټاکنو کې برخه وانهخلي؛ ځکه د دوی په خبره، ټاکنې حوزې خپلې موخې گرځوي.
تر ټاکنو یوازې یوه ورځ مخکې؛ بلوچستان کې غبرگو چاودنو ۵۴ تنو ته مرگژوبله اړولې
مخکینۍ مقالهعدلیې وزارت: په کابل کې یې د ۱۱ خیریه بنسټونو، اتحادیو او شوراگانو ناقونه فعالیتونه درولي
راتلونکي مقاله ایران غواړي نړۍ په افغانستان شکمنه کړي