Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»تش په نامه د ملتونو يو سازمان د نسل وژنې يو قاتل ته کوربتوب وکړ!
    لیکني

    تش په نامه د ملتونو يو سازمان د نسل وژنې يو قاتل ته کوربتوب وکړ!

    صابر افغانصابر افغان28 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د غربي نړۍ يو فرمايشي او د هرې ناروا او اسلام ضد کړنې مهم سنګر او سازمان، چې ظاهراً يې نوم ملګري ملتونه دی، هر کال د نړۍ پرمخ د اتيا سلنه هيوادنو د ولسمشرانو، لومړیو وزیرانو او يا د هغوی د استازو کوربتوب ترسره کوي.

    ددې سازمان مرکزي دفتر د امريکا په نیویارک ښار کې ده؛ د نوموړي سازمان سږنۍ سرمشريزه په داسې حال کې ترسره کېده، چې تېري يوولس مياشتې د بشري تاريخ په تېر، اوس او راتلونکي کې د نه تکرار کېدونکې نسل وژنې شېبې او حالت روان دی.

    تېرې يوولس مياشتې د خپل حق او خپلې ځمکې ځخه دفاع کوونکي د صهيونيستي رژيم لخوا هره ورځ د قيامت په شان له يو حالت سره مخ دي، ډوډۍ پرې بنده شوې، د څښاک اوبه نه لري، ماشومان، ميرمنې، سپين ږيري، روغتونونه، ښوونځي او هر هغه څه چې د همدې تش په نامه سازمان د ۱۹۷۰ کال د تصویب شوي قانون په اساس په جګړې رعايت او خونديتوب مهم ده، تر بمبار لاندې دي؛ خو بيا هم د همدې کړنو ترسره کوونکی د نسل وژنې اول ترهګر او قاتل د محکمې او خپلو ظلمونو د ترسره کولو په ځای ددې سازمان د يو ويناوال حق لره او په سټیچ یې په لوړ سر او غږ خبرې ترسره کولې.

    د بنيامين نتانياهو د خبرو پرمهال د همدې ديکتاتور قاتل تر آمر او کنټرول لاندې وحشي ځواکونو يې په اشغالي فلسطين او لبنان کې سلګونه بې دفاع فلسطینان او لبنان له خاورو سره خاورې کړل.

    دې سازمان ته په کار وه، چې نتنياهو ته د وينا او چکچکو کولو په ځای یې هغه د هغوی لخوا اسلام ضد جوړې شوې هاګ محکمې ته معرفي او د کړيو وحشتونو او نسل وژنې سزا یې ورکړې وای.

    خو بنيامين نتانياهو نه دا چې ظالم، قاتل، او د نسل وژنې مشر ونه پېژندل شو، بلکې نوموړي ته د تش په نامه د اسلامي نړۍ ضد سازمان لخوا آرام بستر او فرصت په لاس ورکړل شو، کوم چې نوموړي له هغه سټېج څخه خپل ابدي دښمن ايران ته ګواښ وکړ چې د صهيونيستي رژيم په پلازمېنې بريد په ځواب کې به تهران کې دننه برید او اهداف په نښه کړي.

    ملګرو ملتونو له دې ډرامې او د نسل وژنې د يو قاتل مشر ته د خوندي بستر او د وينا وخت ورکولو سره ثابته کړه، چې دا ملتونه او دې ته ورته نور سازمانونه يوازې او يوازې د مسلمانو د تضعیف، تجرید او د کفري نړۍ لپاره د غلامۍ ترسره کولو لپاره جوړ دي، دا سازمانونه هيڅ کفري يرغلګر، وحشت ترسره کوونکي او قاتل ته سزا يا هم د خپلو ناسمو کړنو غندنې او مخنيوی ترسره کولو وړتيا هم نه لري او لا هم د خوندي بستر برابرولو لپاره اقدامات ترسره کوي.

    مخکینۍ مقالهد جنسيتي آپارتايد تاريخ ته لنډه کتنه!
    راتلونکي مقاله کابل کې د هوا د ککړتيا د مخنيوي لپاره شپږ مياشتنی پروګرام پيلېږي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 22 جولای 2025

    د اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو د ساتنې لسګونه منسوبین له يو لړ زده‌کړو فارغ شول

    د کورنیو چارو وزارت اړوند د عامه ساتنې ملي تصدۍ معینیت په يوه خبرپاڼه کې…

    له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    22 جولای 2025

    سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    22 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اقتصادي بنسټونو او مهمو پروژو د ساتنې لسګونه منسوبین له يو لړ زده‌کړو فارغ شول

    22 جولای 2025

    له شپږو هېوادونو سره د پولو‌ او ډيورنډ فرضي کرښې د خونديتوب په موخه ۷۶۵ پوستې ځای پرځای شوي

    22 جولای 2025

    سراوان کې د سپاه پاسداران اړوند افغان او پاکستاني ۱۲ غړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    22 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،931 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.