Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»تلپاتې پټنځای؛ زړې غېږې ته د جنګ سالارانو بېرته ستنېدل!
    تورې څېرې

    تلپاتې پټنځای؛ زړې غېږې ته د جنګ سالارانو بېرته ستنېدل!

    صابر افغانصابر افغان10 فبروري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    له پخوا وختونو راهیسې د افغانستان ملت د پاکستان په اصلي څېره ښه پوهېدلی او هغه یې په رښتینې معنی خپل دښمن ګڼلی دی؛ داسې دښمن چې د خپل شوم او منحوس تأسیس راهیسې یې تر اوسه پورې دې خاورې او ملت ته د زیان رسولو لپاره له هېڅ ډول هڅو او کوښښونو ډډه نه ده کړې.

    د پاکستان له ورانونکو او تخریبي سیاستونو څخه د افغانستان د ملت ژوره کرکه او نفرت د دې لامل شوی چې په هر وخت کې سیاستوال او حتی هغه جنګ سالاران چې خپله د پاکستان په لاس روزل شوي وو، د افغانستان د خلکو په منځ کې د ځان منلو لپاره خپل دښمنان په پاکستان پورې تړلي معرفي کړي او هڅه یې کړې له دې لارې خپل ځان ته څه نا څه مشروعیت تر لاسه کړي.

    له همدې امله، د پخواني جمهوریت په وخت کې ټول وخت سیاستوالو له استثنا پرته طالبان د پاکستان لاسپوڅي بالل او له دې لارې یې غوښتل چې د دې خاورې اصلي بچیان د خپلو خلکو په وړاندې بې اعتباره او بې ارزښته کړي؛ په داسې حال کې چې افغانستان ته د امریکا د یرغل په وخت کې اسلامي امارت تر ټولو ډېر زیان د پاکستان له لوري ولید.

    پر طالبانو دا بې بنسټه تورونه په داسې حال کې لګول کېدل، چې که د هر بدنامه جنګ سالار تېرو کړنو او مخینې ته لږ ځير شو، بې له شکه به د پاکستان د آی‌ ایس‌ آی نښې د هغوی په ژوند کې ومومو.

    په وروستیو څو ورځو کې داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت یو ځل بیا د خپلو ناوړه پلانونو او موخو د پلي کولو لپاره خپلو پخوانیو مهرو او لاسپوڅو ته مخه کړې او له هغوی سره یې څو ځلې ناستې پاستې او لیدنې – کتنې ترسره کړې دي.

    په دې منځ کې، د مقاومت جبهه لومړنۍ اجیره جبهه و چې د پاکستان د آی‌ ایس‌ آی مشر په تاجکستان کې د هغوی خوا ته ورغلی او بدنامه لارویان یې د هېواد او خپلو خلکو سره د خیانت لپاره چمتو او تیار کړل. د مقاومت جبهې د غړو له خوا د ډیورنډ کرښې د په رسمیت پېژندلو اعتراف، تر ټولو لوی او غټ ثبوت دی.

    د هغه راپورونو له مخې چې د هندوکش غږ له خوا خپاره شوي، د پاکستان آی‌ ایس‌ آی د خپلو پخوانیو اجیرانو او لاسپوڅو د جلب او جذب لپاره لاس په کار شوي او یو لوړپوړی پلاوی یې ترکیې ته د پخواني حکومت له چارواکو او په بهر کې د مخالفینو د جبهو له مشرانو سره د لیدو لپاره لېږلی و.

    هندوکش غږ همدارنګه هغو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړی و، چې ښيي په دې لیدنه کې له احمد مسعود، عبدالرشید دوستم، صلاح‌الدین رباني، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق او څو نورو څېرو سره د نویو هوکړو او تړونونو په اړه خبرې کېدلې؛ هغه کسان چې د پاکستان له حکومت سره د دښمنۍ له ادعا سره، سره یې اوس د خپلو ګټو او موخو د تر لاسه کولو لپاره د پاکستان د غلامۍ پړی غاړې ته اچولی.

    هغه څه چې د یادونې وړ دي؛ دا چې د دې وطن پلورونکو او خائنینو اصلي څېره ټولو ته ښکاره شوې ده، دوی د دې خاورې د دښمنانو له سوځېدلو مهرو پرته نور څه نه دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد هند حکومت په يو لړ لويو پوځي عملياتو کې ۳۱ نکسل ياغيان وژلي
    راتلونکي مقاله د مقاومت جبهه د ناهیلۍ په وروستي حد کې!

    مربوطه لیکنې

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د امرالله صالح مرموزه څهره او د امریکا په اړه متزلزل دریځونه

    23 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.