د تورخم کمیسارۍ مسئولين وایي یو تن، چې دوه ورځې وړاندې تورخم ښارګوټي کې له یو دوکان څخه د دوه نورو ملګرو په ملتیا یو سیف د ۳۹لکه کلدارو، افغانیو او ډالرو سره غلا کړی و، یو يې لاس په لاس نیول شوی دی.
د مسئولینو په وینا یاده غلا د شپې په درې بجو شوې وه چې د مسئولینو له پرلهپسې هڅو، سیمه کې د امنیتي کېمرو د انځورونو له څېړلو وروسته د یادو غلو د پټنځای اړوند معلومات تر لاسه شو، چې په پایله کې یې یو تن د عبدالرحیم په نوم چې اصلي د وردګو ولایت د میدانښار اوسېدونکی و، له ۳۹ لکه کلدارو او د صرافۍ اړوند له اسنادو سره و نیول شو.
هیره دې نه وي، چې نیول شوی کس خپلو خبرو کې اعتراف کړی چې یادې پیسې یې له سیف سره یوځای د دوه نورو ملګرو په ملتیا غلا کړی وې. چې له ډلې یې یو تن نیول شوی او پاتې دوه نورو پسې پلټنې روانې دي.