
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې خبر ورکړی، چې د امنیتي ځواکونو لخوا په تورخم پاکستان ته قاچاق کېدونکي ۳۴ کنري ډوله الوتونکي نیول شوي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه الوتونکي په ډېر مهارت سره د انګورو په پېټیو کې خوندي شوي وو؛ خو د امنیتي ځواکونو له خوا کشف او د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست ته سپارل شوي دي.
خبر پاڼه کې راغلي، چې په دې قضیه کې درې تنه نیول شوي، چې د قانوني څېړنو لپاره د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ته سپارل شوي دي.
د ننګرهار چاپېریال ساتنې ریاست له خلکو غوښتي، چې د ژويو د نسل د ساتنې او د چاپېریال د خوندیتوب په خاطر د غیر قانوني ښکار او د الوتونکو له قاچاقاق څخه ډډه وکړي.