
مشهور تونسي لیکوال او ژونالېست محمود الهمادي د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشارې ویلي، چې د دغه هېواد عسکر د افغان پوځ د مقابلې نهدي.
نوموړي دا څرګندونې پر خپلې اېکسپاڼې لیکلي، او زیاته کړې یې ده، چې افغان حکومت د پښتنو قبایلو سره په همغږۍ کولای شي پښتونخوا بېرته د افغانستان برخه وګرځوي.
ښاغلي الهمادي لیکلي: «پاکستاني عسکر د طالبانو په څېر جګړه نشي کولای. طالبان د پښتونخوا قبایلو په مرسته کولای شي، یاد ایالت تر خپلې ولکې لاندې راولي.»

