
د ټولګټو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېره یوه اوونۍ کې (د حوت له ۱۵مې تر ۲۱مې) نېټې پورې د دغه وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۸ زره او ۴۲۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، دغه انتقالات د حیرتان، تور غونډۍ، اقېنې او هرات-خواف بندرونو له لارې شوي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې د انتقالاتو له منځه ۱۰۹۰ ټنه صادرات دي، چې لویه برخه یې وچه مېوه او د انارو جوس تشکیلوي.
دټولګټو وزارت ویلي، هڅه کوي د اوسپنې پټلیو له لارې سوداګرو ته د توکو د لېږد رالېږد لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

