د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په وږي میاشت کې یې هېواد ته د ۳زره او ۳۲۸ بهرنیانو تګ راتګ ثبت کړی دی.
د دغې ادارې په خبره، له دې ډلې ۲۱۲ تنه د تاریخي او لرغونو سیمو لیدو او پاتې نور بیا د کار په موخه راغلي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د شمېرو لمخې، ډېری دغه بهرنیان له تورخم، نیمروز او حیرتان بندرونو او د کابل او بلخ هوایي ډګرونو له لارې راغلي دي.