د عدلیې وزارت ویاند ښاغلي برکتالله رسولي په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې څه باندې ۳۷ زره او ۴۲۹ جریبه دولتي ځکمه تثبت او بېرته راګرځول شوې ده.
ښاغلي رسولي په دغې خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي تخنیکي پلاوو، د هېواد په ۳۱ ولایتونو کې څه باندې ۷۸۰ زره او۷۱۱ جریبه نوره ځمکه هم تر بررسۍ لاندې نیولې ده.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي امارت له بیا ځل واکمنېدو وروسته د یوې شفافې پروسې له لارې سلګونه زره جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه ګرځول شوې او اړوندو ادارو ته سپارل شوې ده.