د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي، په تېره چنگاښ میاشت کې هېواد ته د هوايي ډگرو او ځمکنیو بندرونو له لارې د ۲ زره او ۶۴۲ بهرنیو وگړو تگراتگ ثبت شوی دی.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په تېره چنگاښ میاشت کې د ۳۷ ښځینهوو په گډون ۱۵۰۱ بهرني وگړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینهوو په گډون، ۱۱۴۱ نور له هېواده وتلي دي.: «د ثبت شوو ارقامو له مخې ښکاري چې ۱۴۴۳ کسان له ځمکنیو بندرونو او ۴۱ تنه نور د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي، چې له دې ډلې یې ۲۳۴ تنه د هېواد د لرغونو او تاریخي ځایونو د لېدنې او پاتې نور یې د کار په موخه راغلي دي.»
د خبرپاڼې له مخې، ډېری بهرني وگړي د نیمروز، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل نړیوال هوايي ډگر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي.
د یادونې وړ ده، د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو او فعالیتونو ترڅنگ هېواد ته د هوايي ډگرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وگړو د تگ او راتگ ثبتولو اړوند خدمتونو مسووليت هم پر غاړه لري.
په هېواد کې د بشپړ امن له برکته اوسمهال هره اوونۍ لسگونه بهرني وگړي د هېواد له لرغونو ځایونو، تاریخي ابداتو او سیاحت په موخه راځي.