د احصایې او معلوماتي ملي اداره وايي، تېره میاشت هېواد ته څه باندې ۳ زره او ۳۰۰ بهرنیو وگړو تگ راتگ کړی دی.له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تېرې میاشتې په اوږدو کې د هوايي ډگرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته د ۳ زره او ۳۴۴ بهرنیو وگړو تگ راتگ ثبت شوی دی.د خبرپاڼې له مخې، ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان کال په سلواغه میاشت کې د ۳۳ ښځینهوو په گډون، ۱۸۳۵ تنه بهرني وگړي هېواد ته راغلي او ۱۵۰۹ نور، چې له دې ډلې یې ۱۵ښځې دي، له هېواده وتلي دي.: «د دې ادارې د ثبت شوو شمېرو پر بنسټ، د بهرنیو وگړو تر ټولو ډېر تگ او راتگ د نیمروز ولایت له بندر، د هرات ولایت له هوايي میدان او بندرونو او د تورخم او حیرتانو بندرونو له لارې ثبت شوی دی.»په هېواد کې د وروستي بشپړ امنیت له برکته اوسمهال افغانستان ته د بهرنیو وگړو تگ راتگ ډېر شوی، چې له امله یې د هېواد خزانې ته هره میاشت مېلیونونه افغانۍ عواید راځي.د يادولو ده چې د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو خدمتونو رياست د نورو کړنو ترڅنگ، د هېواد د هوايي ډگرونو او رسمي بندرونو له لارې د بهرنيو وگړو د تگ او راتگ ثبتولو اړوند خدمتونو مسوليت هم په غاړه لري.