شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په زمري میاشت کې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۳۳۷ بهرنيو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.د یادې ادارې د خبر لهمخې، په دې موده کې د ۶۷ ښځینهوو په ګډون یو زر ۳۰۵ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۳۰ ښځینهوو په ګډون، یو زر ۳۲ نور له هېواده وتلي دي.د دې ادارې د ثبت شویو ارقامو پر بنسټ، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز بندر او ورپسې د هرات ولایت د ځمکینو بندرونو او هرات هوايي ډګر، د تورخم بندر، د فاریاب اقینې بندر، حیرتان بندر او د بلخ هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي دي.د یادونې وړ ده، چې پر هېواد د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راوروسته هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو راتګ د پام وړ ډېر شوی دی.
د افغانستان لپاره د امريکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد: ايا افغانستان انټرنشنل کوم خبري سازمان دی او که د کومې جبهې تر پوښ لاندې فعاليت کوي؟25 اگست 2025