د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته په تېرو درې کلونو کې د هېواد په کچه ۴۰۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو رییس عبدالله، د یوه خصوصي پوهنتون د طب محصلینو د فراغت په پروګرام کې ویلي چې، ډېرې ولسوالۍ له روغتیايي مرکزونو څخه بې برخې دي او باید دغې موضوع ته پاملرنه وشي.
بلخوا، په دغه پروګرام کې ځيني استادان وایي چې، ځوانان باید له تحصیله لاس وانخلي او د خپلو زدهکړو له لارې خپلې ټولنې ته خدمت وکړي او له دې سره هممهاله، ځینې هغه ځوانان چې، تازه فارغ شوي دي، له سرپرست حکومت تمه لري چې، په دولتي روغتیايي ادارو کې ورته د کار زمینه برابره کړي.
عامې روغتيا وزارت په خپلې بودجې او د مرستندويه موسسو په همکارۍ په وروستيو درې کلونو کې د هېواد لرې پرتو ولسواليو ته په لومړي ځل روغتيايي خدمات رسولي چې د نورو سيمو په ګډون د هېواد په شمال کې تر ټولو محرومې د پامير واخان سيمې ته هم وخت ناوخت سيار روغتيايي ټيمونه استوي او تمه کېږي چې د هېواد ټولې لرې پرتې سیمې به له روغتيايي خدماتو برخمنې شي.