
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې ۴۲ زره او ۷۳۹ کاغذي پېژندپاڼې تائید کړې دي.
له یادې ادارې د خپرو شویو معلوماتو لهمخې، له دې شمېرې ۲۵ زره او ۹۳۲ یې په حضوري او ۱۷ زره او ۳۴۷ پېژندپاڼې یې په غیر حضوري توګه بهر مېشتو هېودوالو ته تائید کړې دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې زیاته کړې، چې په یاده موده کې یې د یو میلیون او درې سوه زرو کسانو د هویت تثبیت هم کړی دی.