د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد ویلي، چې تېر کال له افغانستانه ۲۰۵زره ټنه وچه مېوه بېلابېلو هېوادونو ته صادره شوې ده.
د نوموړي په وینا، په صادراتي اقلامو کې ممیز، انځر، پسته، وچ زردالو، بادام، وچ توتان، غوزان، ځڼغوزي، الوبخارا او تور ممیز شامل دي، چې ټولیز ارزښت یې ۶۶۷ میلیونه ډالره وه.
جواد ویلي، چې دغه مېوه ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیې، پاکستان، فرانسه، قبرز، هالنډ، روسیې، تاجکستان، برېټانیا، چین، اسټرالیا او ځینو نورو هېوادونو ته صادره شوې ده.
#هندوکشغږ
