Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»تېر کال څه باندې يونيم ميليون کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی
    افغانستان

    تېر کال څه باندې يونيم ميليون کسانو پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړی

    عمران آغاعمران آغا24 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت مسئولینو د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح په خبري کنفرانس کې وویل: په تېر یوه کال کې د هېواد په کچه، د ۱ میلیارډ افغانیو په ټولیز ارزښت، د اوبو رسولو ۲۶۶ پروژو د تطبیق پایله کې، ۱ میلیون ۵۲۵ زره او ۴۰۰ کسانو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړی دی. دغه راز، د اوبو رسولو د ۱۴۹ پروژو چارې دوام لري، چې په بشپړېدو سره به یې ۶۶۴ زره او ۹۱۶ کسان د څښاک له پاکو اوبو څخه برخمن شي.

    د وزارت مسئولینو زیاته کړه، چې په وروستي یوه کال کې په بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت، د اوبو د ۱۰۰ کوچنيو بندونو او چکډمونو چارې بشپړې او ګټې اخیستې ته سپارل شوي دي.

    همدارنګه د وزارت د چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې د ۲۳ ولایتونو په ۵۱ ولسوالیو کې په سلګونو کیلومتره سړکونه جوړ شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۸۸ کیلومتره سړکونو د جوړولو چارې دوام لري. د دې تر څنګ، د بدخشان ولایت په واخان ولسوالۍ کې د ۵۰ کیلومتره سړک د جوړولو چارې هم دوام لري. دغه سړک افغانستان له چین سره نښلوي.

    د وزارت چارواکي د خپلو خبرو په دوام زیاتوي، چې په نیمروز ولایت کې د کج ستار بند د جوړولو پروژې د امکان سنجونې مطالعه او د فراه ولایت، ګلستان ولسوالۍ کې د اوبو بند د ډیزاین چارې روانې دي چې په نېږدې راتلونکي کې به یې ساختماني کار هم پیل شي. د ګلستان ولسوالۍ د اوبو بند ۱۴۰ میلیون متر مکعب اوبه زېرمه کوي، چې په چخانسور، خاشرود او دلارام ولسوالیو کې په ټولیز ډول د ۱۴ زره هکټاره کرنیزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.  

    همدارنګه، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې د ۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت، د اوبو بند جوړېږي، چې د دې پروژې په تطبیق سره به، ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه تر اوبو لاندې او د سیمې اوسېدونکي به هم د څښاک اوبو ته لاسرسي پیدا کړي. همداراز، د ۳۳۵ میلیونه افغانیو په ارزښت، د قلعه نو د اوبو رسولو شبکې د جوړولو چارو ۸۵ سلنه پرمختګ کړی، چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به، د سیمې ۶۵ زره اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

    د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د معلوماتو پر بنسټ، د ۷۵ میلیونه افغانیو په ټولیز ارزښت، د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د ۵ کیلومتره استنادي دېوال جوړولو چارو ۹۵ سلنه پرمختګ کړی دی. دغه پروژه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له مهمو پروژو څخه ده، چې په تطبیق سره به یې سلګونه زره هکټاره کرنیزه ځمکه د موسمي سېلابونو له زیانونو څخه خوندي شي.

    مخکینۍ مقالهسياسي مرستيال ګاونډي هېواد ته په اشارې؛ هېڅوک دې سوداګرو ته د ستونزو جوړولو هڅه نه کوي
    راتلونکي مقاله کام ایر شرکت د خوست له هوايي ډګره سعودي ته الوتنې پيلوي

    مربوطه لیکنې

    د پنجشېر له پنځو نویو ساحو د زمرودو د استخراج لړۍ پیل شوه

    19 جولای 2025

    د هرات والي د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته په سفر تللی

    19 جولای 2025

    افغانستان د سوداګرۍ کچه شاوخوا ۱۳ ميليارده ډالرو ته رسېدلې ده

    19 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 20 جولای 2025

    جنوبي کوریا کې ځمک‌ښویېدنه؛ یو تن مړ او څلور لا درکه دي

    نړیوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د جنوبي کوریا سانچئونګ ښار کې له درنو ورښتونو وروسته…

    د سوریې کورنیو چارو وزارت: السویداء ښار له ټولو قبایلي جنګیالیو پاک او نښتې درېدلې دي

    20 جولای 2025

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جنوبي کوریا کې ځمک‌ښویېدنه؛ یو تن مړ او څلور لا درکه دي

    20 جولای 2025

    د سوریې کورنیو چارو وزارت: السویداء ښار له ټولو قبایلي جنګیالیو پاک او نښتې درېدلې دي

    20 جولای 2025

    پرځېدلی جمهوریت له افغان هویت د منکرینو، جاسوسانو او جنګ سالارانو د مجموعې په توګه

    20 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،988 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،919 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،926 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.