د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې جاپان په افغانستان کې له ګاونډیو او نورو هېوادونو څخه له راستنو شویو افغانانو سره شپږ میلیونه ډالره مرسته کوي.
یادې ادارې ویلي، چې د جاپان له حکومت سره یې په دې اړه يوه هوکړه لاسليک کړې، چې هغو افغانانو ته د ژوند د ښه والي له پروګرامونو سره مرسته وکړي، چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.
د سرچینې په خبره، د هوکړې له مخې، د جاپان په دې شپږ ميليونه ډالره مرسته به د ورېښمو د توليد، د شنوخونو او د لبنياتو د توليد په شان برخو کې د راستنو شویو افغان کډوالو ملاتړ وشي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ ټينګار کړی، چې دغه پروګرامونه خپل هېواد ته د بېرته راستنو شویو کسانو د پياوړتيا لپاره دي او موخه يې دا ده، چې دوی ته دوامداره اقتصادي فرصتونه برابر شي.