د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، یوې ښځې د جرمني په مګډیبورګ ښار کې د کرېسمس مراسمو لپاره د پېر او پلور په یوه بازار کې پر خلکو موټر خېژولی چې له امله یې ۱۱ کسان وژل شوي او نږدې ۸۰ کسان ټپیان شوي دي.
د معلوماتو له مخې د یادې پېښې عامله ښځه د عربستان اوسېدونکې او ډاکټره ده د برید انګېزه لا معلومه نه ده او نوموړې پولیسو نیولې ده.
د يادونې وړ ده چې په لويديځو هېوادونو کې نږدې هر کال د کرېسمس يا د عيسويانو د کال اوښتو په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې ورته پېښې کېږي چې د سږ کال په څېر درنه مرګ ژوبله اړوي.