Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»جمهوریت په افغانستان کې د یووالي چتر، که د پاشلتیا عامل!؟
    لیکني

    جمهوریت په افغانستان کې د یووالي چتر، که د پاشلتیا عامل!؟

    صابر افغانصابر افغان29 مې 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په تېرو دوه لسیزو کې جمهوریت د افغانستان لپاره د یوه عصري، ټول‌ منلي او د ملت د یووالي د نظام په توګه معرفي شو، خو عملي تجربې وښوده چې دا نظام نه یواځې د افغانانو د یووالي محور ونه ګرځېده، بلکې د سیاسي، قومي، ژبنیو او ګوندي اختلافاتو د ژورتیا سبب شو. د جمهوریت د ناکامۍ علل، د هغې د بڼې نیمګړتیاوې، د نړۍوالو رول او د ولس د ناورینونو یادونه، موږ ته یوه توره او بدمرغه دوره ياد ته راولي. په افغانستان کې جمهوریت تر ډېره د بهرنیو قوتونو له خوا راوړل شوی مصنوعي چوکاټ و، نه د ولس د ارادې طبیعي نتیجه؛ د خلکو که خوښه وه او که نه، جنګ سالاران یې په رأس کې راوستل او شل کاله یې ملت د غم په ټغر کینولی و.

    له ۲۰۰۱م کال وروسته جمهوریت، د امریکا او ناټو په مستقیم ملاتړ رامنځ ته شو، اساسي قانون، ادارې، انتخابات او پارلمان دا ټول د لویدیځو موډلونو پر بنسټ جوړ شوي وو، خو له افغاني واقعیتونو، ارزښتونو او تاریخ سره یې ژور تضاد درلود. د دې نظام له پیل سره د واک انحصار، فساد، د انتخاباتي شفافیت نشتوالی، د قومي او ژبنیو مسائلو سیاسي کېدل او د ولس له ژوند سره د اړیکې پرې کېدل، هغه عوامل وو چې جمهوریت یې له ولس څخه جلا کړ.

    د یو شمېر سیاسي څهرو په دریځ او تازه بیانونو کې د نظر له مخې هڅه کېږي، چې جمهوریت د افغانانو د یووالي لپاره یو چتر معرفي شي. دا لیدلوری د لا شعور له حافظې سرچینه اخلي، د عملي تجربې او تاریخي ناکامیو په رڼا کې، دا ډول دریځونه له واقعیتونو لیرې ښکاري، ځکه ولس جمهوریت نه د خپلواکۍ نښه ګڼل، نه د عدالت او نه هم د یووالي؛ بلکې د پاشلتیا، نابرابرۍ او بې‌ باورۍ د سمبول په سترګه ورته ګوري.

    د جمهوریت تر ټولو ستر دښمن فساد و. د لوړپوړو چارواکو د غلاوو، د قراردادیانو مافیا، قومي او ژبنيو سیاستونو، د واک د وېش پر مهال د قومي توازن او ژبنیو امتیازاتو سیاست حاکم و، دې کار د ملت پر ځای، قومونه مرکز وګرځول. هېواد مو په غیر مستقیم ډول تجزیه شوی و. جمهوریت چې د سکولریزم بڼه یې لرل، د افغانستان له دیني ارزښتونو سره په ټکر کې و. جمهوریت له افغاني ارزښتونو څخه لیرې یوه تقلیدي کاپي وه او کار یې ورنه کړ.

    د جمهوریت تجربه، سره له دې چې نړۍوال ملاتړ ورسره و، خو د ولس له ملاتړ پرته ناکامه شوه. دا موږ ته ښيي چې سیاسي نظامونه باید له ټولنیز واقعیت، دیني ارزښتونو، تاریخي حافظې او ملي وجدان سره سمون ولري. د جمهوریت بدیل وړاندې کوونکي بهر میشتي چارواکي او د هغوی د صف ملګري اوس هم وخت لري، چې عبرت واخلي او هغه زخمونه او دردونه یو ځل بیا را تازه نه کړي، کوم چې دې ځورېدلي ملت ته جمهوریت تحفه کړل.

    د دوی دغه ډول عارفانه تجاهل او دا له یاده ایستل، چې جمهوریت په یو ناورین پای ته ورسېد، له لوړو چارواکو نیولې، تر ولسوالانو او ټیټې کچې پورې، د رشوت، واسطې، قراردادي چور او د پروژو د درغلۍ ښکار وه. د نړۍوالو میلیاردونه ډالر یا حیف و میل شول، یا د زورواکو جېبونو ته لاړل. د جمهوریت تر چتر لاندې، ډېر جنګ سالاران، قاچاقبران او د بشر حقونو پخواني ناقضین واک ته ورسېدل. دې خلکو د نظام د پیاوړتیا پر ځای، شخصي ګټې او د خپلو سیمو سلطه تعقیبول او یو نا مستقل نظام یې منځ ته راوستلی و. له بهرنیو قوتونو پرته یې د یوې ورځې حکومت کولو تومنه نه درلوده، د وروستي یرغلګر له وتلو سره دوی هم د تشناب په څپلیو کې له خپل ولس څخه پښې سپکې کړې او اوس یو ځل بیا تر ټولو ښه حل په هماغه ناورینونو کې ویني؛ د ملت چې هر حال وي، خو چې د دوی چور او تالان یو ځل بیا جریان ومومي، اوبه خړې کړي او ماهيان پکې ونیسي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد افغاني سرې میاشتې یو پلاوی ترکیې ته په سفر تللی
    راتلونکي مقاله ايلان‌ ماسک د ټرمپ حکومت پرېښوده

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.