Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»جنایتکاره امریکا د کومو بشري حقونو خبرې کوي؟!
    لیکني

    جنایتکاره امریکا د کومو بشري حقونو خبرې کوي؟!

    صابر افغانصابر افغان25 اپریل 2024څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: عادل افغان

    د ګڼو نړیوالو رسنیو د سر توده موضوع په يو شمېر هېوادونو کې د بشري حقونو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تازه راپور دی.

    د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا په یوه نړیواله کلنۍ ارزونه کې د افغانستان په ګډون، په یو شمېر هېوادونو کې د بشري او په تېره بیا د ښځو د حقونو د حالت لا خرابېدو ته اندېښنه ښودلې ده.

    په دغه راپور کې راغلي، چې په تېر زېږدیز کال کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ښځو د حقونو تر پښو لاندې کول روان وو او د سرچینې په خبره، د ناقانونه وژنو، نیونو او ربړونو په ګډون له بشري حقونو سختې سرغړونې پکې شوې دي.

    په دغه راپور کې په افغانستان کې ماشومانو، ښځو او بشر د حقونو پراخې تر پښو لاندې کېدنې او پر وینا او فردي آزادیو پراخ بندیزونه یاد شوي او دا حالت لا خرابېدونکی بلل شوی دی، په راپور کې راغلي، چې د طالبانو حکومت د ښځو پر کار او زده کړو بندیزونه لا سخت کړي او د کور تر چارو یې محدودې کړې او په تېر کال کې د طالبانو په هېڅ فرمان او پالیسۍ کې نرمښت هم نه دی راغلی دی.‎

    تبصره: که د دغه راپور له کره والي او ناکره والي را تېر شو، دا څنګه ممکنه ده چې د نړۍ تر ټولو ستر جنایتکاره هېواد چې هره ورځ یې په نړۍ کې د جنایتونو له کبله نه انسان په امن کې دی، نه حیوان، نه نبات، نه بوټي او نه ونې، څنګه نور هېوادونه د بشري حقونو پر سرغړونې تورنوي؟! دوی چې اصلاً د بشري حقونو په نوم څه نه پېژني او له بشر سره یې داسې دښمني را اخیستې چې تاریخ یې ساری نه لري، څنګه نورو ته بشري حقونه ورپېژني؟! دوی چې د وسلو او شیطاني وسیلو له کبله یې هره ورځ د نړۍ په ګوټ ګوټ کې لسګونه او ان سلګونه ماشومان، ښځې، بوډاګان او ان حیوانات خپل ژوند له لاسه ورکوي، څنګه ځان د بشري حقونو مدافع ګڼي؟! دا پوښتنې یوازې زما نه، بلکې د هر روغ او سالم انسان پوښتنې دي.

    امریکا چې له لسیزو راهیسي په نړۍ کې کوم جنایتونه پیل کړي، د بشري ټولنو په تاریخ کې یې ساری نشته، خو جالبه دا ده چې دوی نن داسې دولت او حکومت له بشري حقونو پر سرغړونو تورنوي، چې رب یې الله تعالی، کتاب او قانون یې د نړۍ تر ټولو غوره قانون دی، پیغمبر یې د نړۍ تر ټولو ستر او بې جوړې انسان دی.

    د امریکا د تاریخ هره پاڼه چې راواړوې، له بشریت او انسانیت سره له ازلي دښمنۍ پرته پکې بل څه نه شې لوستلی، که د دوی دا اوږد او له جنایته ډک تاریخ پرېږدو او یوازې د تېرو دوو یا دوو نیمو لسیزو جنایتونو ته لږ هم سر ورښکاره کړو، هغه څه یې کړي چې تاریخ یې له ویلو او لیکلو شرمېږي.

    امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې دومره جنایتونه کړي چې ښايي ونه شمېرل شي، امریکا شل کاله بې ګناه افغانان، مېرمنې، ماشومان، سپین ږیري، ځوانان او بېوزله خلک بمبار کړل، شهیدان یې کړل، کورونه یې ورته وران کړل، زندانونه یې پرې ډک کړل، په سپیو یې وداړل، نوکان یې ترې و ایستل، د ګوانتانامو او کیوبا په څېر یې د انسانیت او بشریت ضد زندانونه جوړ کړل، د سلګونه زرو انسانانو وینې یې تویې کړې، زرګونه انسانان یې تري تم کړل او په سلګونو او زرګونو دې ته ورته جنایتونه یې وکړل، خو یوه ورځ یې ونه ویل چې له بشري حقونو یې سرغړونه کړې، خو برعکس نن هغه افغان دولت د بشري حقونو پر سرغړونې تورنوي چې د دوی د جنایتونو لمن یې ورټوله کړه، د دوی لاسپوڅی، ظالم، له فساد او شرارت ډک حکومت یې ونړاوه، په هېواد کې یې د مطلق اکثریت وګړو د خوښې وړ حکومت رامنځته کړل، د ټولنې د نبض، ارزښتونو، غوښتنو، احساساتو، عقیدې او باور مطابق نظام یې رامنځه کړ او په خپله ټولنه کې الهي حکم پلی کوي.

    که امریکا رښتیا هم د شرم په نامه څه پېژني، همدا اوس یې چې په فلسطین کې کوم جنایت روان کړی، د دوی نسلونه نسلونه یې له کبله د بشري حقونو نوم باید په خوله وانه خلي، د اسلامي امارت له خوا د بشري حقونو سرغړونه څه ده؟ د اشغالګرو ماتې، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ د هېواد ازادي، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ د یوه مقتدر خپلواک او مرکزي حکومت جوړونه، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ د ملوک الطوایفي او ثاني فرعونیانو ورکول، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ خپل هېواد په پښتو درول، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ د ټولنې هر کس ته د شریعت مطابق ټول حقونه ورکول، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ ۹۹.۹۹ سلنه نفوس له خوښې او عقیدې سره سم نظام جوړول او شرعي حدود، له بشري حقونو سرغړونه ده؟ که دا ټول موارد له بشري حقونو سرغړونه وي، نو بیا خو د بشري حقونو په اړه زموږ او د دوی ترمنځ تعریف ډېر متفاوت دی، دوی خپل جنایتونه بشري ضد کړنې نه بولي، خو موږ چې د خپل مبارک دین او شریعت احکام پلي کوو، دا بیا له بشري حقونو سرغړونه بولي.

    لومړی خو باید د بشري حقونو خبره هغه څوک مطرح کړي چې بشري حقونه پېژني او ورته احترام لري، د امریکا په څېر د انسانیت او بشریت ستر دښمن اصلاً د دې حق او صلاحیت نه لري چې د بشري حقونو خبره وکړي، دوی اوس په دې ډول مکارو څرګندونو سره هڅه کوي چې په افغانستان، عراق، سوریه، فلسطین، سومالیا، یمن، لیبیا او ګڼو نورو هېوادونو کې له خپلو کړو جنایتونه د نړۍ پام بلې خواته واړوي او د خلکو له سترګو یې لېرې وساتي، خو تاریخ به کله هم د دوی جنایتونه او بشریت ضد کړنې هېرې نه کړي.

    غرب او امریکا که فکر کوي چې په دغه ډول راپورونو او څرګندونو سره به د افغان مسلمان ملت اراده او له خپل اسلامي نظام څخه ملاتړ کمزوری کړي، دا خوب دې اوبو ته ووايي، ځکه دوی دلته خپل امتحان ورکړی او خپله شریره څېره او جنایتونه یې ټولو ته د لمر په څېر ښکاره دي، دوی لکه څرنګه چې د جګړې او نورو ډګرونو کې له شرمېدلې ماتې سره مخ شول، همدغه ډول به خپله دا تبلیغاتي جګړه هم بایلي.

    افغان مسلمان ملت ته په کار ده، چې لا نور هم د خپل اسلامي دولت ترڅنګ ودرېږي، د هر ډول توطیو او تبلیغاتو پر وړاندې کلک ودرېږي او د دښمن دا وروستۍ هیله او وروستی سنګر هم له خاورو سره خاورې کړي.

    مخکینۍ مقالهد افغانستان لیتیمو د نړۍ توجه جلب کړې
    راتلونکي مقاله افغان ـ قزاق نندارتون؛ ملا برادر: د نندارتونونو جوړول د هېوادونو ترمنځ د سوداګري کچه لوړوي

    مربوطه لیکنې

    د ښځو حقونو له نوم په استفاده د مقاومت جبهې سیاسي امتیاز طلبي

    21 جولای 2025

    د ناکامو ډلو بې ګټې فیسبوکي مبارزه او ناکامې خیالي وعدې

    19 جولای 2025

    د افغانستان په اړه ناسم تحلیلونه، خیالي فرضیې او عیني واقعیتونه

    17 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبري غورچاڼ 21 جولای 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۷/۱/۲۵ھ ق. ۲_ستره محکمه: پکتيا کې دوه کسانو ته د نا…

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    21 جولای 2025

    د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر: موږ د لسيزو ويجاړې شوې فابريکې بيا فعاله کړې، څو د هېواد کرنيزه او صنعتي برخه کې پر ځان بسيا شي

    21 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر ملي پراختیا شرکت کې د تولیدي فابریکو د کمپلیکس پرانیسته وکړه

    21 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،989 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،922 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،930 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.