Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»جنبش ګوند؛ د جنګ‌سالارۍ له میراثه د تش په نوم رهبرۍ تر ننګونو
    تورې څېرې

    جنبش ګوند؛ د جنګ‌سالارۍ له میراثه د تش په نوم رهبرۍ تر ننګونو

    صابر افغانصابر افغان23 دسمبر 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    افغانستان د څو لسیزو راهیسې د بېلابېلو هېوادونو له خوا د جګړه‌ییزو او اشغالګرانه بدلونونو په بستر کې د بېلابېلو کورنیو ګوندونو او تشکلاتو د را څرګندېدو په ډګر بدل شوی و، چې هر یو یې د ظاهري وطن‌دوستۍ او یووالي غوښتنې په اهدفو او برنامو سره، د سولې، ثبات او سرتاسري امنیت د تأمینولو غوښتونکي وو.

    خو هغه څه چې په ټولنه او واقعیت کې وشول د توقعاتو برعکس وو، ځکه د داسې ټولنو د مشرانو د غوښتنو اصلي هدف، د شخصي هیلو پوره کول او د فردي ګټو تأمینول وو، نه خلکو ته خدمت کول او د وطن آبادول.

    قوم پالنې، سمت پالنې او د ګوند او تشکیل څخه د ملاتړ په پلمه د کورنیو او قومي جګړو پیل، له هغو څو ستونزو څخه یوه وه چې د دې ډلو په را څرګندېدو سره رامنځته شوه، کورونه یې وران او کورنۍ یې تباه کړې.

    د افغانستان د جګړو او بې ثباتۍ په دور کې د ټولو راپورته شویو ګوندونو او تشکیلاتو له جملې څخه یو هم جنبش ګوند دی، چې په دغه غمجنو وختونو کې یې د ځان لپاره یو لوړ مقام او نوم جوړ کړی و او د ځوانانو پر ژوند یې قیمار کاوه.

    عبدالرشید دوستم (یو له پېژندل شویو او مشهورو مخالفینو) د جنبش ګوند بنسټ ایښودونکی، مشر او رهبر دی، چې د کلونو راهیسې یې پر دې واکمنۍ تکیه کړې، د خلکو په وینو یې ډوډۍ برابرول او ځوانان یې د مرګ او ورور وژنې کندې ته اچولي دي.

    سره له دې، د افغانستان د اوسني حکومت په راتګ، د جنبش ګوند د بنسټیز جوړښت په له منځه تللو، د هغه د مشر په تېښتې، همدا راز د قوماندانانو او منصبدارانو په تېښتې او په ګاونډیو او لیرې هیوادونو کې په پټېدو سره، د دې ګوند اورونه مړه شول، نوم یې له خولو ولوېده، بې کاري او بې چاره‌ګي یې ښکاره شوه.

    خو بیا هم یوه ډله چې د خپل دسترخوان رنګین‌توب د دې ګوند په تېرو او اوسنیو حالاتو کې ويني، ځکه یې په شخصي غونډو او مېلمستیاوو کې د دې ګوند نوم په پورته کولو سره یې یو ځل بیا دغه سوځېدلی روح او مړ بدن را پارولی او حرکت ته یې هڅولی دی.

    نظام الدین قیصاري، د دې ګوند یو له نظامي او میداني قوماندانانو څخه و، چې له کلونو راهیسې د ورور وژنې په جګړو کې د عبدالرشید دوستم پیاوړی لاس و او د هغه تر امر لاندې یې کار کاوه، خو هیڅکله یې یو سیاسي، واک غوښتونکی او د پام وړ ځای نه درلوده او د دې ګوند په مرکزي هسته کې یې اغیزمن رول هم نه درلوده.

    خو د اوسنیو بدلونونو، د مجازي او غرضي ګوندونو او تشکلاتو په له منځه تلو سره، داسې ښکاري چې د هغه پخوانی زخم څرګند شوی، په خپل وجود کې یې له خپلې پخوانۍ هیلې څخه پرده پورته کړې او د مشرۍ لپاره یې خپله هیله څرګنده کړې ده. میدان یې خالي لیدلی، ځان یې وړ ګڼلی او د سیاست ډګر ته راغلی دی.

    هغه چې اوس د افغانستان په یوه ګاونډي هېواد کې ژوند کوي، د خپلو تښتېدلو او پټو پلویانو په منځ کې یې ځان د دې له منځه تللي ګوند نوی مشر معرفي کړی او مسکا یې پر شونډو راغلې ده.

    خو باید د دې پیښې علت وپلټل شي او د هغه تر شا صحنه تحلیل شي، چې ولې نظام الدین قیصاري داسې اقدام کړی، څنګه یوې ډلې ځانونه د هغه د اوامرو تابع ګرځولي او له بلې خوا، د دې تشکل د لومړنۍ او تر ټولو مهمې حلقې مشر، یعنې عبدالرشید دوستم، تر اوسه پورې د هغه په مقابل کې کومه تبصره نه ده کړې او کوم دریځ یې نه دی نیولی؟

    پرته له دې چې اصلي کیسه څه ده او پټ عوامل څه دي، هغه څه چې په ظاهر کې احساس کېږي، د دې مجازي ګوند داخلي وېش او ګډوډۍ څرګندوي، ځکه چې د ډلو او ګوندونو د نا امیدوونکي او مایوسه کوونکي وضعیت په پام کې نیولو سره چې ټول د پردیو هېوادونو په کونجونو کې پټ شوي او لکه د مارانو په شان تر خاورو لاندې اوسېږي، کله نا کله ځان ښيي او له خاورو څخه سر را پورته کوي، له دې څخه ډېر څه تمه نشي کېدلی، ځکه د خیالي او ځان‌ بلونکې رهبرۍ فرصت د ټولو هغو کسانو لپاره چمتو شوی چې د خپلو مشرانو په سیوري کې یې په زور خدمت کړی، غلامان وو او په زړه کې یې د مشرۍ هیله او سودا درلوده، خو نه یې شوای کولای.

    د قیصاري سناریو د تښتېدلو مخالفینو د نورو ګوندونو، د غړو د سناریو په څېر ده، چې کله نا کله داسې پیښې رامنځته کوي، د څو ورځو لپاره د تفرقې او اختلاف په خړو اوبو کې ماهیان نیسي او له څو ورځو وروسته، د دوی شاوخوا ټول شورماشور خاموش کېږي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهتېره میاشت د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۷۰۰ زره مټریک ټنه انتقالات شوي
    راتلونکي مقاله د جوزجان قوش‌تېپې او درزاب ولسوالیو ته د برښنا رسونې پروژې تړون لاسلیک شو

    مربوطه لیکنې

    د خاد له ماموریت د آلمان تر مېټرو؛ د حنیف اتمر د سیاسي مخینې انتقادي ارزونه

    10 جنوري 2026

    د محقق سیاسي عذرنامه؛ مخالفین سیاسي ناتواني په شعارونو پټوي

    30 دسمبر 2025

    د معنوي بې‌معنیٰ منطق؛ څوک فرعوني سیاست کوي؟

    29 دسمبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 11 جنوري 2026

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    ‏د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ (شنبه) ۴۵۲…

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026

    ډیلي مېل: ټرمپ د امریکا ځانګړو ځواکونو ته امر کړی چې پر ګرینلنډ د برید طرحه چمتو کړي

    11 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو ۴۵۲ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

    11 جنوري 2026

    هرات کې له پولې د غیر قانوني اوښتو په تور څه باندې ۵۰۰ کسان نیول شوي

    11 جنوري 2026

    ډیلي مېل: ټرمپ د امریکا ځانګړو ځواکونو ته امر کړی چې پر ګرینلنډ د برید طرحه چمتو کړي

    11 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،051 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.