Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»جنسيتي اپارتايد که د غربيانو رنګين دام!؟
    لیکني

    جنسيتي اپارتايد که د غربيانو رنګين دام!؟

    صابر افغانصابر افغان27 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    جنسیتي اپارتايد هغه حالت دی، چې په کې د جنسیت پر اساس خلکو ته مختلف حقوق او فرصتونه ورکول کېږي؛ دې ته اشاره لري چې ښځې او نارینه په یوه ټولنه کې په نابرابرو شرایطو کې ژوند کوي چې د ښځو په وړاندې د تبعیض، ظلم او نابرابري شاملېږي؛ دا ډول اپارتايد ممکن په قانوني، ټولنیز او اقتصادي برخو کې وي، چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ حقوقو او امکاناتو کې توپیرونه رامنځته کوي.

    غربیان په دې پوهېږي چې د ښځو فساد د ټولې ټولنې فساد او اصلاح یې د ټولې ټولنې اصلاح ده؛ له همدې امله امریکایانو او نورو غربي اشغالګرو د جمهوریت په وخت کې د ښځو د چارو د وزارت په نامه د اشغال په حکومت کې يو رسمي اورګان جوړ کړ، چې د افغانستان په تاریخ کې کله هم په دې نامه کوم وزارت وجود نه درلود.

    دغه وزارت په منظم او سیستماتیک ډول ښځې د خپل دين، خپلو شرعي مکلفیتونو او د خپلې ټولني د عنعناتو او اعتقاداتو په ضد را پارولې؛ وزارتونه خو په اصل کې د هېوادونو د چارو د چلولو او د ستونزو د حل لپاره منځ ته راځي، خو اوس پوښتنه دا ده؛ چې آيا ښځه توب هم کومه داسې چاره او یا کومه ستونزه ده، چې د يوه مستقل وزارت ضرورت ايجابوي؟ او که هغه هم د نارینه توب په څېر یو فطري امر دی، چې د انسانیت په عمومي دائره کې راځي، چې بايد ټول وزارتونه او ادارې يې پالنه وکړي!؟

    که هدف دا وي، چې ښځې د هېواد په چارو کې استخدام شي او د دوی په اند د يوې سيکولرې ټولنې د رامنځته کولو لپاره ترې کار واخيستل شي، نو دا کار خو دوی په نورو وزارتونو کې هم کولی شو؛ او که هدف دا وي چې ښځه توب هم يو خاصه چاره ده، چې د امریکایي مشاورینو تر نظارت لاندې د وزارت ضرورت لري، نو بيا خو ځينې افغانان ملامت نه وو، چې دغه وزارت ته یې(وزارت امور زنان پر ځای وزارت امور زنا) ویل، ځکه چې همدغه وزارت و، چې په زرګونو غربي مؤسسو ته ځوانې ښځينه ترجمانانې، سكرترانې او کار کوونکي یې برابرول، چې د نه اورېدلو کیسې یې هره ورځ د کابل د خلکو په منځ کې خپرېدلې.

    جنسیتي اپارتايد هغه د رنګينو لومو دام دی، چې غربیانو په افغانستان کې د افغانو ښځو د ښکار کولو او په هغوی کې د غربي ډوله فرهنگ د رائجولو په مقصد را وړاندې کړ او په هغه کې يې څو داسې له اسلامي او افغاني فرهنگ څخه پردۍ شوې غرب پلوه ښځې توظيف کړې دي، چې د هغوی په وسیله په افغانستان کې د ښځو د فاسدولو لپاره د غرب پروگرامونه او پلانونه تطبيق کوي، له همدې امله خو دغه فاسد قشر خپل کارونه هم په ښارونو او د غرب د فکري تأثير قبلونې په ساحو کې متمركز كړي دي.

    هغوی چې نن له خارج څخه اوسنی اسلامي حکومت په جنسیتي اپارتاید تورنوي، په حقیقت کې اکثریت د دوی له ډلې په جنسي قضیو کې ښکېل وو؛ دوی د افغان مېرمنو له نوم په استفادې یوازې ډالر اخلي.

    د غرب شرمخانې د افغاني ټولنې په اړه داسې افکار را وړاندې کوي، تر څو دلته ښځې د جنسیتي اپارتاید احساس وکړي، او خپل ځان په ټولنه کې محدود او منفور وويني.

    مریل ستریپ(د هالیووډ نانځکه) وایي:«په کابل کې د یوې ښځې په پرتله پیشو ډېره آزادي لري» دا جمله که په غور سره وکتل شي، قصداً د افغان پتمنو مېرمنو عفت ته لاس اوږدول دي، خو لله الحمد افغان مېرمنې اوس په دې پوهېدلې دي، چې دا ډول ارزښت(لکه مریل ستریپ چې ورکړی) خو ښځې ته غربي ټولنه ورکوي او ورکړی یې هم دی؛ په اسلامي ټولنه کې ښځه د خورا لوی عزت او شرافت څښتنه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپه افغانستان کې د اسلام پر تطبیق د جنایتکاره غرب د تمساح اوښکې تویول!
    راتلونکي مقاله جنسیتي آپارتاید څه شی دی او له دې اصطلاح د غربیانو موخه څه ده!؟

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.