Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»جنسیتي آپارتاید څه شی دی او له دې اصطلاح د غربیانو موخه څه ده!؟
    لیکني

    جنسیتي آپارتاید څه شی دی او له دې اصطلاح د غربیانو موخه څه ده!؟

    صابر افغانصابر افغان27 سپتمبر 2024څرگندونې نشته9 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تر ټولو لومړی په دې خبره باید پوه شئ چې «جنسیتي آپارتاید» په اسلام کې ځای نه لري، اما «جنسیتي آپارتايد» ته که د اسلام له عینکو وکتل شي نو الله تعالی د خلکو جنسیت د دین په اساس رتبه او درجه بندي کړی دی او قوانین یې ورته ټاکلي دي؛ نارینه یې د ښځو په نسبت ډېر مکلف کړي.

    کله چې د اسلام دین مطالعه شي نو دا به درته واضحه شي چې په اسلام کې بعضې شیان نارینه ته حلال او زنانه ته حرام دي او همدارنګه بعضې شیان ښځو ته حلال او نارینه ته حرام دي.

    همدارنګه دا به هم درته څرګنده شي چې په اسلام کې د ځینو خلکو فضیلت پر ځینو نورو زیات دی، لکه د انبیاوو علیهم السلام او صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین فضیلت پر مونږ او تاسو زیات دی، حتی د یوه صحابي د پښو ګرد ته هم مونږ او تاسو نه شو رسېدلی، هغوی پر مونږ نهایي زیات فضیلت او بهتري لري.

    له دې بحث زمونږ موخه دا ده چې مسلمانان د «جنسیتي آپارتاید» په اصلي معنی ځان خبر کړي او د شیطان د لښکرو له دسیسو څخه وژغورل شي، ځکه نړیوال او شیطان لښکرې غواړي چې په افغانستان کې د «جنسیتي آپارتاید» په رسمي کولو سره «جنسیتي آپارتاید» له خپلې معنی څخه واړوي او دېته یوه منفوره او خبیثه معنی ورکړي.

    هغه منفوره معنی دا ده چې «جنسیتي آپارتاید» هغه سیستماتیک توپیر یا تبعیض دی چې د یو ځانګړي جنس پر وړاندې د هغه په اساس کېږي چې ښځې او یا هم نارینه په ټولنه کې کم ارزښت لرونکي او یا هم محرومې وګڼل شي؛ دا اصطلاح اکثر د ښځو پر وړاندې په هغه ټولنو کې کارول کېږي چېرته چې ښځې د نارینه وو په پرتله لږ حقونه لري.

    غربي نړۍ وایي چې «جنسیتي آپارتاید» د دې پر اساس دی چې یو جنس ته د بل جنس په پرتله په ټولنه کې زیات حقونه او ازادۍ ورکول کېږي، او بل جنس د انساني حقونو، آزادي، او فرصتونو څخه محروم ساتل کېږي.

    غربي نړۍ، د دوی فراري غلامان او استفاده‌کېدونکې مفسدې ښځې تل، خو په دې وروستیو کې زیات د «جنسیتي آپارتاید» تر نوم لاندې په اسلامي امارت د رواني او سیاسي فشار اچولو په موخه د بشر او ښځو حقونو نقض کولو تورونه لګوي او د خپلو سیاسي موخو ترلاسه کولو هڅې کوي.

    اوس یې تازه هڅې پیل کړې دي او کوښښ کوي چې په نړيواله محکمه کې اسلامي امارت په «جنیستي آپارتايد» تورن کړي او رسمي دوسیه ورپسې ثبت کړي؛ د دوی سره دا شیطاني دسیسه او دوسیه ټولو هغو ښځو او نارینه وو هم بدرګه کړې ده چې د اسلام له تطبیق وېره لري او اوس هم د غرب په خبیثه غېږه کې د ذلت شپې سبا کوي.

    د «جنسیتي آپارتاید» مفکوره د اوږدې مودې څخه په مختلفو ټولنو کې موجوده ده، خو دې اصطلاح په ځانګړې توګه په شلمه پېړۍ کې پراختیا ومونده، کله چې غربي ښځو د خپلو حقونو د ترلاسه کولو لپاره په نړیواله کچه هڅې وکړې.

    په ځانګړي ډول، دې اصطلاح له هغه وروسته ډېر شهرت وموند کله چې په جنوبی افریقا کې د نژادي آپارتاید سیسټم د نړیوالو پام ځانته را واړوه، او د دې اصطلاح څخه د ښځو د حقونو د مدافعینو لخوا د جنسیتي تبعیض لپاره هم کار واخیستل شو.

    څه موده وړاندې د اروپا پارلمان د یوه پرېکړه‌لیک له لارې د افغان ښځو وضعیت «جنسیتي آپارتاید» بللی او له اروپايي اتحادیې يې غوښتي چې د بشریت پر خلاف د جنایت په توګه د جنسیتي آپارتاید د رسمیت پېژندنې ملاتړ وکړي.

    هغه فاحشي ښځې چې د امریکا د اشغال له ختمېدلو سره سم له افغانستان څخه د امریکایانو سره یو ځای وتښتېدلې او اوس له همدې غربیانو او کفري نړۍ څخه غوښتنه کوي چې «جنسیتي آپارتاید» دې په نړیوالو قوانینو کې هم جرم وبلل شي او په افغانستان کې دې په رسمیت وپېژندل شي.

    له کومې ورځې چې د افغانستان له پاکې خاورې څخه د شر او فساد لمن ټوله شوه او اسلامي امارت پر افغانستان حاکم شو، د افغانستان پر خلکو رب لايزال یو خصوصي رحمت وکړ، له هماغې ورځې غربیان او د هغوی پیروان په دې وېره کې شول چې زمونږ د شلو کلونو خواري په اوبو لاهو او له خاورو سره خاورې کېږي او الحمدلله دا کار تر ډېره حده د اسلامي امارت په درې کلن مزل کې شوی هم دی.

    د شر او فساد لارویان له هماغه ورځې په دې هڅو بوخت شول چې څنګه وکولای شو چې د افغانستان مسلمان وګړي د یو اسلامي حکومت په وړاندې بغاوت او ګمراهي ته وهڅوو، نو قسماقسم حربې او شیطاني دسیسې یې په کار واچولې؛ خو لله الحمد د افغانستان وګړي غوڅ اکثریت مسلمانان دي او د دوی دسیسې یې پر شاه تمبولې، هېڅ دسیسې یې کار ونه کړ.

    اوس یې بیا دا د «جنسیتي آپارتاید» شیطاني دسیسه په کار اچولې ده او وایي چې په افغانستان کې د ښځو په وړاندې «جنسیتي آپارتاید» شتون لري؛ سره له دې چې د دوی تاریخ مونږ ته لکه لمر داسې واضح دی چې دوی د ښځو په مقابل کې څومره مردار او خبیث دریځ لري.

    د بېلګې په توګه:

    په انګلستان کې په انګریزۍ ښځه باندې د بایبل کتاب زده کړه او ویل حرام وو، البته دا ظلم تر ۱۸۵۰ میلادي کال پوري جاري وو، بغیر له یو څو محدودو هیوادنو څخه، حتی چې تر ۱۸۸۲ میلادي کال پوري ښځو ځانګړي حقوق نه درلودل.سلسلة مقارنة الأديان، تأليف: د أحمد شلبي، جلد ۳ صفحه ۲۱۰-۲۱۳.

    که موږ او تاسي وګورو او فکر وکړو چې ښځې ته د دې پر ځای چې عزت باید ورکړل شي لکه اسلام چې عزت ورکړی دی، لکن دوی(کافران، منافقین او کمزوري مسلمانان) د مینځي کار ترې اخستی او اوس یې هم ترې اخلي.

    د مثال په توګه؛ په طيارو کې د مزدور کار ترې اخلي، خصوصاً په هغو ځايونو کې د ښځو څخه کار اخلي چې د دوی شکل او صورت او د دوی اوازونه خلګ په فتنو کې مبتلاء کړي؛ په لویو شرکتونو کې د شرکت د کامیابۍ لپاره يې ښځه ذریعه ګرځولې وي؛ همدارنګه خپلې فحش رسالې او اخبارات د ښځو په لوڅو عکسونو او تصویرونو باندې مخې ته وړي او خپل مارکیټنګ پرې کوي، او همدارنګه یې ښځه په بازارونو کې د خپل ځان د کامیابي حاصلولو ذریعه او وسیله جوړه کړې ده.

    خو همدا غربیان، منافقین او کمزوري مسلمانان نن راپورته کېږي او مونږ ته د «جنسیتي آپارتاید» خبرې کوي؛ زه نه پوهېږم چې دوی ولې دومره سپین سترګي او بې حیاء دي چې د دې هر څه باوجود مونږ ته د حقوق زنان یا «جنسیتي آپارتاید» په اړه لارښوونې کوي او د ښځو پر وړاندې د اسلامي شریعت تګلاره په «جنسیتي آپارتاید» نوموي!؟

    هوکې! مونږ پوهېږو چې د دې غربیانو او د دوی د ملګرو موخه او هدف له «جنسیتي آپارتاید» څخه څه ده؟ دا خو مونږ ته د الله کلام په واضحو ټکو راښيي چې کافران او د دوی ملګري غواړي چې مونږ له سمې لارې څخه واړوي او ګمراهان مو کړي.

    الله جل جلاله په قرآن کريم کې فرمایي: وَاللَّهُ يُرِيدُ أَنْ يَتُوبَ عَلَيْكُمْ وَيُرِيدُ الَّذِينَ يَتَّبِعُونَ الشَّهَوَاتِ أَنْ تَمِيلُوا مَيْلًا عَظِيمًا (سورة النساء: ٢٧).

    ژباړه: هو، الله تاسي ته له رحمت سره پاملرنه كول غواړي؛ خو كوم خلک چې د خپلو نفسي غوښتنو پيروي كوي، هغوى دا غواړي چې تاسي له سمي لاري څخه ډېر لري شئ.

    یعنې هغه کسان چې په خپلو شهواتو کې اخته دي دا غواړي چې تاسې له سمي لاري څخه کاږه کړي او د هغوى په شان تاسې هم د خپلو شهواتو اتباع وکړئ او ګمراهان شئ.

    عام مسلمانان دې په دې خبره اګاه وي چې اسلام داسې واحد دین دی چې د هر چا حقوق پکې معلوم دي او هر چاته پکې خپل حقوق رسېږي، حتی حیواناتو ته پکې هم ځانګړي حقوق ورکړل شوي دي؛ ښځې خو انسانانې دي، دوی ته خو په غوره طریقه حقوق ورکړل شوي دي؛ غربیان زمونږ د حقونو له غمه نه دي مړه، بلکې دوی غواړي چې له دې لارې خپلو شومو موخو ته ځان ورسوي.

    د تعجب او حیرانتیا خبره خو دا ده چې هغه خلک نن مونږ ته د «جنسیتي آپارتاید» خبرې کوي چې دوی تر پرون ورځې په دې خبره غونډې او جلسې کولې چې ایا ښځه انسان ده او که نه؟ نن وایي چې په افغانستان کې «جنسیتي آپارتايد» موجود دی.

    په ۵۸۶ میلادي کال په فرانسه کې په دې خبره باندې غونډه ونیول وشوه چې، آیا ښځه انسان ده او که نه؟ وروسته له زیاتو غونډو او جلسو دې پایلې ته ورسېدل چې ښځه انسان ده، خو بیا یې هم پر دې اتفاق وکړ چې ښځه خو انسان شوه، لکن د نارینه د خدمت لپاره یو مخلوق ده.

    قربان له اسلامي احکامو او له اسلامي نظام، چې هر وګړي ته یې ځانګړي حقوق ورکړي، ښځه پکې د عزت څښتنه ده؛ مور، پلار، ورور او خور پکې معلوم دي او هر یوه ته یې خپل حقوق ورکړي؛ په دنیا کې بل هېڅ داسې دین او قانون نشته چې د اسلام له دین او قانون سره یې پرتله او مقایسه کړو، بلکې د اسلام دین او قانون تر ټولو غوره دین او غوره قانون دی الحمدلله.

    ځينو ښځو د رسول الله صلی الله علیه وسلم په خدمت کې عرض وکړ چې:(څه سبب دى چې په هر ځاى کې الله جل جلاله نارينه وو ته خطاب کوي او په هغوى باندې حکمونه کوي، د ښځو ذکر نه کېږي او په ميراث کې هم نارينه ته دوه برخې ورکول کېږي؟) نو الله تعالی د سورة النساء دا لاندې ٣٢ نمبر ایات نازل کړ او په دې آيت کې د دغو ټولو پوښتنو ځواب ورکړل شوى دى.

    الله رب العزت فرمایي: وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللَّهُ بِهِ بَعْضَكُمْ عَلَى بَعْضٍ لِلرِّجَالِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبُوا وَلِلنِّسَاءِ نَصِيبٌ مِمَّا اكْتَسَبْنَ وَاسْأَلُوا اللَّهَ مِنْ فَضْلِهِ إِنَّ اللَّهَ كَانَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمًا (سورة النساء: ٣٢).

    ژباړه: او څه چي الله ستاسي څخه ځينو ته د ځينو نورو په پرتله زيات ورکړي دي، د هغو هيله مه كوئ؛ د نارينه وو برخه د هغو له کړنو سره سمه او د ښځو برخه د هغو له کړنو سره سمه ده؛ هو، له الله څخه د هغه د فضل دُعاګانې غواړئ، په دې کې شک نشته چې الله په هر څه پوه دى.

    پایله!

    د فتنو زمانه ده، د شیطان لښکرې کوښښ کوي چې مسلمانان له نېغي او سمې لاري څخه واړوي، د شر او فساد لارویان هڅه کوي چې خپل لښکر زیات کړي، بناءً مسلمان وګړي دې ورته متوجه وي او د دوی پر غولوونکو او شیطاني دسیسو دې نه خطاء کېږي، خپل دین ته دې متوجه وي او د اوسني اسلامي نظام(چې بدیل یې په ټوله دنیا کې نشته) ملاتړ نه پرېږدي، همدا واحد نظام دی چې زمونږ او ستاسو د دنیا او آخرت غم ورسره دی؛ رب تعالی دې د ټولې نړۍ پر مسلمانانو داسې لورینه وکړي لکه څنګه لورینه یې چې د افغانستان پر مسلمان وګړو کړې ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهجنسيتي اپارتايد که د غربيانو رنګين دام!؟
    راتلونکي مقاله د جنسيتي آپارتايد تاريخ ته لنډه کتنه!

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025

    اسرائیلي رژیم د ایران پر فردو اټومي تاسیساتو او اوین زندان هوایي بریدونه کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.